1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کي د اروپايي ټولني او چین تر منځ یوه سرمشریزه جوړیږي

۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16C1i

د چین صدراعظم وین جیاباو به نن په بروکسل کي د اروپايي ټولني د کمیسیون د مشرانو سره وګوري. په هغه لیدنه کتنه کي چي به دده، د اروپايي ټولني د شورا رئیس هیرمن فان رومپوی او د کمیسیون د مشر خوزې مانویل باروسو سره تر سره سي، تر ټولو د مخه د تجارتی اړیکو په اړه بحثونه وسي. دغه اړیکی په دا وروستیو کي د اروپا په چینايي کمپنیو کي د دوپینګ د اټکل له امله ترینګلي سوی وې. د دغه غونډي له امله به هیڅ کوم مطبوعاتی کنفرانس هم جوړ نه سي.