1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بازار کي د جعلي بانک نوټونو خپرېدل انديښنې را پارولي

۱۳۹۰ شهریور ۲۸, دوشنبه

د کابل د پيسود راکړي ورکړي د بازار صرافان وايي بازار ته په سلګونو زره جعلي بانک نوټونه را ننوتي چي دا کار به د افغاني پيسو ټيکاو ته سخت زيان ورسوي. هغوی وايي بانک نوټونه داسي چاپ سوي چي حتي دوی يې توپير نسي کولای.

https://p.dw.com/p/12bje
افغانۍ
افغانۍانځور: AP

د شهزاده مارکيټ د صرافانو مشر بيا د جعلي افغاني بانک نوټونو تر شا د يو شميرهغو ګاونډيانولاس بولي، چي د نوموړي په وينا نه غواړي افغاني کرنسي ثبات ولري.

يو شمير صرافانو له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي ولسي خلکو ته د اوسنيو جعلي او اصلي بانک نوټونو توپير ډير ګران دی، او دې کار هم صرافان او هم خلک انديښمن کړي دي.

له بلې خوا د پيسو مارکيټونو ته د جعلي نوټونو په راتګ سره د بهرنيو اسعارو په وړاندي د افغانۍ ارزښت هم لويدلی دی.

د شهزاده صرای دوو تنو صرافانو په دي اړه دويچه ويله سره خپل نظرونه داسي شريک کړل:

« دغه پيسي چي زيږي دي او برجستګي لري دا اصلي پيسي دي، او هغه چي دا ځانګيړنه نه لري هغه تقلبي دي.»

داسي کسان  شته چي دغه پيسي مارکيټ ته راوړي هغه بايد ونيسي، د حکومت او د افغانستان بانک کسان بايد راسي او بازار کنټرول کړي او د هغو کسانو مخه ونيسي چي جعلي بانک نوټونه د افغانستان د راکړي ورکړي سيستم ته داخلوي.»

اوس پوښتنه دا ده چي دا جعلي بانک نوټونه چيري چاپيږي او څنګه او د چا له لوري  بازارونو ته لاره پيدا کوي.

د کابل د پيسو د راکړي ورکړي د بازار مشر امين جان خوستی، چي په خپله هم د اسعارو د پلور او پير کاروبار کوي وايي دغه نوټونه د ګاونډيو ملکونو له لوري زموږ د مالي نظام د بې ثباته کولو لپاره چاپيږي.

د خوستي د وينا له مخي د ملک امنيتي او کشفي ارګانونه بايد له پولو څخه هيواد ته د دغو نوټونو د را ننوتو مخه ونيسي.

« له ايران او پاکستان او همدا راز د سيمي د يو شمير هيوادونو پرته بل څوک په دې کار کي نه رول او نه هم لاس لري، دا په سلو کي سل د دغو کسانو له لوري چاپيږي او زموږ هيواد ته را ليږل کيږي.»

د افغانيو نويو بانک نوټونو د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو وروسته د بهرنيو اسعارو په وړاندي خپل ارزښت تر اوسه پوري ساتلی دی.

دمګړۍ د ټولو ګاونډيو ملکونو د بانک نوټونو په پرتله د افغانيو ارزښت د بهرنيو اسعارو په وړاندي لوړ دی.

خو دغه ارزښت له اقتصادي پلوه اسمي بلل کيږي ځکه پيسي د بهرنيواسعارو په وړاندي په ښه بيه بدليږي ليکن په بازار کي د توکو په وړاندي خاص ځواک نه لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل