1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بادغيس کي د پيستو څنگلونه غصب سوي دي

شريف شرفيار/ هرات۱۳۹۲ مرداد ۲۱, دوشنبه

په بادغيس کي وسله والو طالبانو او غير مسئولو ډلو د پيستو ځنگلونه غصب کړي دي. د ځايي اوسېدونکو او چارواکو په خبره دغه ډلي نه يوازي د ځنگلونو حاصلات ټولوي، بلکي د ونو وهلو لړۍ يې هم په خرپ روانه ده.

https://p.dw.com/p/19NsT
Wildpistazien im Zentraliran. Quelle: Shabestan.ir Lizenz: Frei
Pistazienانځور: Shabestan.ir

د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالمجید شکیب له دویچه ویله سره په خبرو کي وويل، دا نه يوازي چي دغه غير مسئولي وسله والي ډلي د پيستو پر حاصلاتو باندي خېټه اچولې ده، بلکي د ونو وهلو لړۍ يې داسي روانه ده چي د ځنگلونو۷۰ سلنه يې له منځه تللې ده او اوس يې د يوه مخيزه له منځه تلو ويره شته:

«د بادغیس په غرونو کي ۹۰ زره هکتاره ځمکه باندي د پیستو ځنگلونه اباد ول خو اوس دغه ځنګل د۳۰ زره هکتاره په شاوخوا ځمکه کې شته چي لامل یې په دغه ولايت کي نا امني ده.»

د هغه په خبره، پیسته د بادغیس د خلکو ملي پانګه او ګد ځنګلونه دي چي له ډيرو کلونو راهیسې یې د میوې په ټولو سره هر وګړی، کونډي او یتیمان خپلي ورځنۍ اقتصادي چاري پر مخ وړي، خو اوس په دغه سیمه کي وسله والو مرکزونه جوړ کړي دي، او د عامو خلکو پر مخ یې د پیستې ځنګلونه تړلي دي.

په بادغيس کي د پيستو ټولولو پر مهال د دغه ولايت هر وگړي اجازه لرله چي ځنگلونه ته ولاړ سي او پيسته ټوله کړي. پخوا به داسي هم وه چي هر کلي به يوه سيمه د ځان له پاره ټاکلې وه او حتی د هغې ساتنه به يې هم کوله.

ويل کيږي چي د باغيس حکومتي چارواکي وايي چي اوس يې د پيستو د ونو ايښوول او روزل پيل کړي دي. خو په دغه ولايت کي يو فعال عبدالله وايي چي د پيستو ټولولو خبره اوس په هلته سياسي بڼه غوره کړې ده:

«د پیستې د ځنګله موضوع دلته سیاسي شوې ده، هر قوماندان هغه که طالب یا غیر طالب دی چي وسله لري د پیستې پر ځنګله باندي يې خېټه اچولې ده او څومره ځمکه چه ولري هم هغومره کلیوال ځوانان پر ځان باندي راټولوي.»

د بادغیس د والي ویاند سید شراف الدین مجیدي په ځنګلي سیمو کې د نا امنۍ او وسله والو د نفوذ موضوع رد نه کړه خو ويې ویل چي په هغه اندازه هم نه ده چي د ځنگلونو د له منځه تللو گواښ دې ډير وي.

هغه وویل همدغه اوس زموږ د پولیسو امنیتی پوستې هلته شته او مخالفین یا نوري ډلي دومره ځواک نه لري چي په ځنګله کې د عامو خلکو د حضور خنډ شي.