1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايسلنډ کي د اورشيندني د کموالي نښانې نه تر سترګو کيږي

۱۳۸۹ فروردین ۲۹, یکشنبه

نن پنځمه ورځ ده چي د اروپا د فضا پراخه برخه د الوتکو پر مخ تړلې پاته ده. په آيسلنډ کي د مځکي له زړه څخه اورونه لا خوټيږي، د اورشيندني لړۍ لا روانه ده او هوا ته ايرې او دوړي پورته کيږي...

https://p.dw.com/p/Mzjl

د آيسلنډ په ډله يزو رسنيوکي د دغه اورشيندني په هکله مبالغه آميزه اصطلاحات لکه «Ragnarök» استعماليږي، چي په آيسلنډي ژبه «قيامت» يا د «خداي غضب» ته وايي. دا ځکه چي لا تر اوسه جيولوجي پوهان له دي عاجز سوي، چي وړاند وينه وکړي، چي تر څه وخت نور به د ځمکي سر ته اورونه او ايرې را خوټيږي.

خو لږ تر لږ د آيسلنډ د هوا پيژندني په انستيتوت کي هڅي رواني دي، چي دې پوښتني ته علمي ځواب پيدا کړي. خو دوی هم نه پوهيږي، چي په اورشيندني کي به څه وخت چوپيتا رامنځ ته سي.

د هغه هيواد د جيولوجي او د اور شيندني کار پوه، Reynir Bِdvarsson هڅه کوي چي د ژورنالستانو سوالونو ته له څو ورځو را په دې خوا همدا وايي، چي له هغه ورځي څخه چي اور شيندني پيل سوي دي په هغو کي د کموالي نښانې نه وينم.

پرله پسي چادوني اوريدل کيږي. له چادونو څخه هوا او فضا ته ايري دوړيږي، مانا دا چي تر اوسه پوري کموالي نه ليدل کيږي. ښايي ورځي، اونۍ او حتي مياشتي دوام پيدا کړي.»

خو د آلمان هوايي شرکتونو چي له سختو مالی تاوانونو سره مخامخ دی، د هوايي امنيت د اداري دغه تصميم باندي نيوکي کړي
خو د آلمان هوايي شرکتونو چي له سختو مالی تاوانونو سره مخامخ دی، د هوايي امنيت د اداري دغه تصميم باندي نيوکي کړيانځور: AP

د آيسلنډ اورشيندونو د اروپا فضا خړه پړه کړې او د هوايي شرکتونو فعاليتونه يي په ډيرو هيوادونو کي په ټپه درولي دي. د آلمان د هوايي الوتني د امنيت ادارې حتي په راتلونکو ورځو کي هم د هوايي ترافيکو پر مخ د خپلي فضا د تړلو خبرداری ورکړی.

د هغه ادارې وياندي د یکشنبې په ورځ وويل :« په اوسني وخت کي وضعيت داسي دی، چي لږ تر لږه تر نن شپي ( یکشنبی) يعني د منځنۍ اروپا د شپې تر اتو بجو زموږ هوايي قلمرو د الوتکو پر مخ تړلی دی». دا ځکه چي د هوا پيژندني اداري موږ ته دغسي معلومات راکړي دي او موږ مجبوره يو چي د هغو په مطابق عمل وکړو.»

خو د آلمان هوايي شرکتونو چي له سختو مالی تاوانونو سره مخامخ دی، د هوايي امنيت د اداري دغه تصميم باندي نيوکي کړي او وايي چي د الوتکو د الوتنو په وړاندی هسی خطر نه ليدل کيږي چی «مونږ یی اورو». د آلمان د ستر هوايي شرکت لوفت هانزا يو وياند، کلاوس والتر هغه يو خبر تصديق کړ چی د شنبي په ورځ له مونيخ څخه د فرانکفورت ام ماين هوايي ډګر ته لس الوتکي چي مسافرين په کي سپاره نه وه، پرته له کوم خنډ څخه ورسيدلي او هلته کښته شوي دي. هغه وويل چي الوتکي په 8000 مترو لوړالي کي والوتلي يعني هغي يوی ارتفاع کي چي د ايرو د وريځو د شته والي د خطر اټکل کيږي. هغه وويل:

«د الوتکو عمله يا کارکونکو هيڅ ډول خڼد د الوتني په وخت کي احساس نه کړ او نه يي څه تر سترګو شول. کله چي الوتکي په ځمکي کښيناستي ، په باډيو باندي حتي يو داغ هم ونه موندل شو. »

د يوې اونۍ راهيسي د اروپا تقريباً په ټولو لويو هوايي ډګرونو کي يو شمېر مسافر بند پاته دي
د يوې اونۍ راهيسي د اروپا تقريباً په ټولو لويو هوايي ډګرونو کي يو شمېر مسافر بند پاته ديانځور: AP

خو د لوفت هانزا د وياند د داسي ډاډ ورکولو سره سره، د آلمان هوايي قلمرو تړلي پاته دی.د دغه هيواد صدراعظمه انګلا مرکل چي امريکا متحده ايالاتو ته تللي وه د ستنديو په وخت کی مجبور شوه چي پرتګال کي له الوتکي څخه کښته شي او د ځمکي له لاري لومړي ايتاليا او بيا د خپل هيواد په لور حرکت وکړي.

په لومړي سر کي هغه د شنبی په ورځ په خپل زره لرونکي ليموزين موټر کي سپره نه شوه، بلکه له خپل ملګري پلاوي او ژورنالستانو سره د بس موټر ته وخته.

خو د ايتاليا د فلورانس ښار ته نژدي په لويه لار کي د هغي د سپرلي دبس ټاير پنچر شو او ځاي په ځاي بند پاتي شوه. هغی دغی پیښی سره د تفاهم ښکاره کولو په توګه په خندا سره وویل:

«زه هيله منه يم چي زمونږ د پلاوي نور کسان هم ژر راورسږي، زه د هغو کسانو سره هم خواخوږي لرم چي په اروپا او د نړي په نورو برخو کي بند پاتي دي او غواړي چي خپلو کورونو ته ستانه شي.

د المان صدراعظمي ، د فرانسي جمهور رييس نيکولا سارکوزي او د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما ټولوغوښتل چي نن ( یکشنبی) په پولند کي د هغه هيواد د مړه شوي جمهور رييس، ليخ کاژينسکي د وير په مراسمو کي ګدون وکړي، خو د اروپا په هوا کي د ايرو د وريځو له امله د هغوي سفرونه فسخه شول.

Breitschuh, Albrecht/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل