1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د ښځو حالت

۱۳۸۶ اسفند ۱۸, شنبه

د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې اېمنستي انټرنېشنل په يوه راپورکې، چې د روان هجري لمريزکال د کب د مياشتې په نهمه نېټه خپورشو، راغلي دي، چې د ښځو د حقوقومدافعينې رونک » سفرزاده « او حنا » عبدي « د 1386 هجري لمريزکال له مني راهيسې د ايران د کردستان د سنندج په زندان کې زنداني دي .

https://p.dw.com/p/DMqK
ايرانۍ ښځې د خپلوحقوقو د ترلاسه کولولپاره اصلاً ډېرلږچانس لري
ايرانۍ ښځې د خپلوحقوقو د ترلاسه کولولپاره اصلاً ډېرلږچانس لريانځور: Maryam Ansary

پرته له رسمي دعوی او بې لدې، چې له خپل مدافع وکيل سره وکتلای شي. دا په ايران کې يوازنۍ پېښه نده. هر څوک، چې د ايران په ټولنه کې د ښځود قانوني اوورځني توپير ياتبعيض پرضد فعاليت کوي، بايد د حبس، وهلو، ټکولواوځورولوخطرپرځان ومني. د اېمنستي انټرنېشنل په دغه راپورکې دوولس بېلابېلې پېښې تشريح شويدي.

د ښځو د حقوقولپاره کمپاين او د حکومت غبرگوند اېمنستي انټرنېشنل د نږدې ختيځ د څانگې متخصصه روټ » يوتنر « وايي:» ايرانۍ ښځې د خپلوحقوقو د ترلاسه کولولپاره اصلاً ډېرلږچانس لري. په ځانگړې توگه بياترهغه وروسته، چې بېلابېلوټولنو د 2006 کال د اگسټ په مياشت کې، په ټول ايران کې د ښځو د حقوقو د گټلولپاره کمپاين پېل کړ، د ايران حکومت د ښځوټولنې او ډلې ترڅارنې لاندې نيولي دي. «