په ايران کي د دوو اونيو راهيسي سياسي وضعه کړکېچنه ده
۱۳۸۹ اسفند ۵, پنجشنبهداسي ښکاري چي د دولت پر ضد د مظاهره کوونکو دغه زيات شمير ښايي د ايران مشرتابه تر ډيره حده بيرولی وي. نو دولت هم د هغوی پر ضد د جدي تدابيرو څخه کار واخيست.
د يوې خوايي د تيري جمعې په ورځ چي د فبرورۍ د ۱۸ مي سره برابره وه خلک د اپوزيسيون د دواړو مشرانو مهدي کروبي او مير حسين موسوي پر ضد لاريونونو ته راوبلل او د بلي خوايي د هغه خبر د خپريدو څخه په عمومي صورت مخنيوي وکړ چي مخالفينو د يکشنبي په ورځ بيا هم مظاهري ته خپل پلويان رابللي وه.
په عين وخت کي زرغون حرکت چي د مياشتو راهيسي پټ ؤ ، ځان يي اوس بيرته راښکاره کړی دی. په دې ډول نو دا خبره پر ځای ده چي ځينو به ويل مخالفين په هرځای موجود دي.
دا خبره هم په زړه پوري ده کله چي د رژيم منتقدين لاريونونو ته راوزي نو هيڅ څوک د هغوي رهبري نه کوي. دا ځکه چي دواړه مشران د دوو اونيو راهيسي په کورونو کي تر نظارت لاندي دي.
که څه هم ځيني د دولت پلويان غواړي چي دغه دوه رهبران مهدي کروبي او مير حسين موسوي دي په اعدام محکوم سي ، خو د ايران مشرتابه په دي پوهيږي چي دا کار به دولت ته ډير تاوان ورسوي.
دا ځکه چي په دي کار سره به هغوي خپلو پلويانو ته د شهيدانو حيثيت ولري او په هيواد کي به کړکيچ نور هم زيات سي.
اولريخ/ ګل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل