1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د احمدي نژاد پر ضد اعتراضونه دوام لري

۱۳۸۸ دی ۷, دوشنبه

د يکشنبې په ورځ د ايران دامنيتي قواوو او مخالفينو د مظاهره کونکو تر منځ نښتي او کشمکشونه خپل نهايي حد ته ورسيدل...

https://p.dw.com/p/LFXi
په تهران کي وروستي کشمکشونه
په تهران کي وروستي کشمکشونهانځور: AP

په دغو نښتو کښي پوليسود اوښکي بهونکي ګاز او فيرونو څخه کار اخيستی دی . د مظاهرو په جريان کښي په تکرارا سره اوريدل کيدل چه مړ دي وي ديکتاتور .

د مخالفينوانټرنيټ پاڼه اوس ددې څخه خبري کوي ، چه په دغو کشمکشو کښي ډير کسان وژل سوي دي . که څه هم په اول سر کښي پوليسو دغه خبره رد کړې وه ، خو اوس يې منلې ده ،چه په هغه کښي خلګ وژل سوي دي ، او د 15 نفرو د وژل کيدو چه په هغه کښي د جمهوري رياست د پخواني کانديد موسوي د خوريي د وژل کيدو خبره هم کيږي .

د اوښکي بهونکي ګاز له کبله د تهران په ډيرو ناحيو کښي د اوريځي غوندي تور دود رامنځته سوی ؤ .

هغه خارجي رسنيو چه په تهران کښي اقامت درلودی، اجازه نه درلودل ، چه ددغو کشمکشواو مظاهرو څخه رپوټ ورکي . د پوليسو او مظاهره کونکو تر منځ اخووډب د تهران د نيواران په ناحيه کښي د شپې تر ناوخته پوري دوام درلودی .

د تيري يکشنبې راهيسي چه لوی آيات الله منتظري مړ سوی دی ، د ايران په ډيروښارو کي د محمود احمدي نژاد پر ضد اعتراضونه دوام لري .منتظري ته د رژيم د يوه مهم مخالف سياسي او روحاني شخصيت په سترګه کتل کيږي .

پرون د ايران شيعه مذهبو د عاشورا ورځ ولمانځل . دا په 680 عيسوي کال کال کښي د کربلا هغه جنګ را پيادوي ،چه شيعه ګان او سنيان يې سره جلا کړل . عاشورا د شيعه ګانو دپاره د محرم د مياشتي تر ټولو مهمه ورځ ده .

د آيات ا لله خميني د انقلاب حرکت هم د همدغي ورځي په تفسير کښي رامنځته سو، او د کربلا نښته يې د خپل سياسي مقاومت د سرمشق په حيث وبلله . خو نن ورځ د اعتراضونواو مقاومتونو اصلي مسير تغير خوړلی دی ، خو بيا هم دغه ورځ لکه د شاه په وخت کښي اعتبار لري .

په ايران کښي اوس مخالفين تقريبأ د6 مياشتو راهيسي مظاهرې او اعتراضو نه کوي ، چه علت يې د جون پر 12 د جمهوري رياست انتخابات وه . ددوی په عقيده د انتخاباتو په نتايجو کښي لاسوهنه او تقلب سوی دی .

Pick, Ulrich/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل