1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امنیت شورا کې افغانستان او پاکستان پر یو بل انتقادونه

Reuters/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۳۱, جمعه

افغانستان او پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې يو پر بل باندې د بنسټپاله اسلامپالو د پټنځایونو په اړه نیوکې کړي دي. ملګرو ملتونو د دواړو هیوادونو تر منځ مخ پر زیاتیدونکي ترینګلتیا د «تأسف وړ او خطرناکه» بللې ده.

https://p.dw.com/p/18tor
انځور: Reuters

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنین د دغه سازمان په امنیت شورا کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث کې وویل چې «د پاکستان په خاوره کې اوس هم د ترهګرو پټنځایونه شته او یو شمیر عناصرو له تروریزم څخه د بهرنۍ پالیسۍ د وسیلي په توګه کار اخلي.»

په ځواب کې بيا د پاکستان استازي مسعود خان وویل: «ترهګر د نا امنه پولې په دواړو غاړو کې فعالیتونه کوي.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د پاکستان پر ضد ډیر بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلان شوي دي. «د پولې دواړو غاړو ته د سختي څارني اړتیا شته».

مسعود خان د امنیت شورا ته وویل، چې دی په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو او دا چې یو شمیر عناصر، له تروریزمه په بهرنۍ پالیسۍ کې د وسیلې په توګه کار اخلي، د افغانستان د استازي تورونه ردوي.

مسعود له رویټرز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې په امنیت شورا کې د سرحدي شخړې د راپورته کولو په اړه طنین ته «غلطه مشوره» ورکړل شوې ده، ځکه چې په دغه مسئله باندي کابل او اسلام آباد د نورو چینلونو له لاري خبري اترې کوي. مسعود خان د ترینګلتیا د ډیریدو پړه پر افغان ولسمشر حامد کرزي واچوله.

مسعود خان زیاته کړه کله چې ولسمشر حامد کرزی له پاکستاني مشرانو سره ویني نو د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ښه والي په له پاره پر عزمه ښکاري، خو کله چې له رسنیو سره خبري کوي نو داسې څه وایي چې د ستونزو په حلولو کې کومه مرسته نه کوي.

د رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکي دي چې د افغانستان په دولس کلنه جګړه کې د پاکستان رول ته په مهمه سترګه کتل کیږي. له یوه طرفه دغه هیواد د متحده ایالاتو ملګری دی او له بل پلوه پرې د هند د نفوذ د مخنیوي له پاره په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ تور لګول کیږي.

امریکایي او پاکستاني چارواکي وایي چې د پاکستان پوځ په دې برخه کې چې افغاني طالبان دې ته قانع کړي چې له متحده ایالاتو سره خبري وکړي، کلیدي رول ادا کړی دی. خو په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستلو افغان حکومت په غوسه کړی دی.

مسعود خان د رویترز خبري آژانس سره په دغه مرکه کې زیاته کړه: «موږ د پردې تر شا د مختلفو اړخونو سره خبرو کوو، له هغوی غواړو چې په خبرو اترو کې ګډون وکړي او هغوی ته وایو چې موږ په دې فکر یو چې دغه جګړه باید پای ومومي.»

د افغانستان په خاوره کي د توغندیو د بریدونو پیښې، چې د پاکستاني پوځ په وینا د وسله والو یاغیانو د په نخښه کولو له پاره تر سره کیږي، په تیرو څو کلونو کې په لسونو ملکي افغانان وژلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنین د امنیت شورا ته وویل چې دوی د دغه بریدونو په اړه ډیر اندیښمن دي. هغه زیاته کړه: «دغه څه د افغانستان ملي حاکمیت او د دواړو هیوادونو ښه دوستانه اړیکو ته جدي ګواښ متوجه کوي.»

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جان کیوبس د امنیت شورا ته وویل چې د افغانستان د پرمختګ په پړاو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ مخ پر زیاتیدونکي ترینګلتیا یو جدې انديښنه ده. هغه زیاته کړه چې «دغسې ترینګلتیا د تاسف وړ او خطرناکه ده.»