1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د تورپوستانو مظاهرې دوام لري

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آذر ۲۳, یکشنبه

یووار بیا د امریکا متحدو ایالاتو په مختلفو ښارونو کې له هغې جملې په واشنگټن کې د تورپوستانو پر وړاندي د پولیسو د زورزیاتي چلند په غبرگون کې مظاهرې وشوې. پولیسو په دغو احتجاجونو کې د گډون کوونکو شمیر نه دی اعلان کړې.

https://p.dw.com/p/1E3uq
انځور: DW/G. Schließ

په لسونو زره اعتراض کوونکي د شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر۱۳مه) په پلازمېنه واشنگټن، نیویارک او بوستون کې د پولیسو په وسیله د غیر وسله والو تورپوستانو د وژني په غبرگون کې د اعتراض په توگه سړکونو ته را ووتل.

په داسې حال کې چې د دغو مظاهرو رابلونکو په واشنگټن کې د مظاهره کوونکي شمیر له ۴۰ تر ۵۰ زرو او په نیویارک کې له ۲۰ تر ۳۰ زرو اعلان کړی دی، پولیسو د گډون کوونکو د اټکلي شمیرې له اعلانولو څخه ډډه کړې ده.

د رویترز خبري آژانس په حواله، د دغو پراخو مظاهرو رابلونکو ویلي دي چې د«فرگوسن تر پيښې»وروسته تر اوسه پوري دموره ډېر احتجاج کوونکي نه ول راټول شوي. د دوی په خبره دغه احتجاجونه د امریکا متحدو ایالاتو په فرگوسن، میسوري، نیویارک، کلولند او یو شمیر نورو سیمو کې شوي ول.

د رپوټونو پر اساس د تیري ورځې مظاهرې په سوله ییز ډول تيري شوې، خو سره له دې هم پولیسو اعلان کړې دی چې ۲۳ تنه یې نیولي دي.

د سپين پوستو پولیسو له خوا د امریکا متحدو ایالاتو په میسوري کې د تورپوستي مایکل براون او په نیویارک کې د اریک گارنر تر وژل کیدو او د محکمې د قضایې هيئت تر هغې پریکړې وروسته چې دغه پولیس به نه محاکمه کیږي، د امریکا متحدو ایالاتو په مختلفو برخو کې عام خلک په غوسه کړل او د پراخو مظاهرو لړۍ پيل شوه.

هغه څه چې اعتراض کوونکي یې بې عدالتي بولي، د پولیسو له خوا د ټولني له قشر سره ترسره کیدونکي زورزیاتيو ته د خلکو پام را اړولی دی. د اگست میاشتې پر ۹ نېټه په فرگوسن ښار کې ۱۸ کلن تورپوستی مایکل براون د ۲۸ کلن سپین پوستي پولیس دارن براون له خوا شپږ مرمۍ وویشتل شو او ووژل شو.

بروان بې وسلې وو او جرمي سابقه یې هم نه لرله

دا پیښه په داسي وخت کې رامنځته شوه چې تر دې دمخه په جولای میاشتي کې په نیویارک کې یو بل تور پوستی امریکائې چې د شپږو ماشومانو پلار وو د یو بل سپين پوستي پولیس په وسیله ووژل شو.

په واشنگټن کي د مظاهرو يو له رابلونکو څخه د مدني ټولني فعال روال شاریتون، د تیري ورځې د مظاهرو په هکله وویل چې د مایکل بروان او نورو قربانیانو پر ماجرا به رڼا واچول شي. نومړي زیاته کړه:« یوازنی لار چې کولای شو خزدکه منډو ته مجبور کړو دا ده چې څراغ روښانه کړای شي».

هغه وویل چې که چیري د امریکا کانگرس د مسئلې حل غواړي نو داسې قانون دې تصویب کړي چې پر اساس یې لویه څارنوالي وکولای شي د پولیسو په زورزیاتي پوري اړوندو موضوعاتو ته رسیدگي وکړي. د دغو قربانیانو کورنۍ هم په واشنگټن کې د پولیسو پر ضد په ترسره شوو مظاهرو کې گډون کړی وو.