1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي يو نيم ميليون ماشومان په کورونو کي زده کړي کوی

۱۳۸۸ خرداد ۱۰, یکشنبه

پخوا د امريکا په بعضو ايالتونو کي د هوم سکولينګ اجازه نه وه او مور او پلار به د قانون له مخي مجبوره وه چي خپل ماشومان ښونځی ته ولېږدوي، خو اوس د امريکا په ټولو ايالتونو کي قانونونه داسي بدل سوي دي...

https://p.dw.com/p/I16a
يو پلار خپل ماشوم ته په کور کي د درس ورکولو پر مهال
يو پلار خپل ماشوم ته په کور کي د درس ورکولو پر مهالانځور: Christina Bergmann

دامريکا په متحده ايالتونو کي تقريبا يو نيم مليون ماشومان د ښونځی پر ځای په خپل کور کي د مور او پلار څخه زدکړه کوي. پداسي حال کي چي د زياترو دغو ماشومانو پلرونه کار کوي نو د ماشومانو د تعليمي روزنې دنده د مېندو په غاړه وي. د ښونځی پر ځای په کور کي وزدکړي ته په امريکا کي هوم سکولينګ ويل کيږي. پخوا د امريکا په بعضو ايالتونو کي د هوم سکولينګ اجازه نه وه او مور او پلار به د قانون له مخي مجبوره وه چي خپل ماشومان ښونځی ته ولېږدوي، خو اوس د امريکا په ټولو ايالتونو کي قانونونه داسي بدل سوي دي، چي له مخي يې مېندي او پلرونه اجازه لري چي خپل ماشومان ښونځی ته د لېږدولو پر ځای په کور کي وروزي. خو دماشومانو دغه ډول روزنه د تنقيد سره مخامخ ده. پر دې هم تنقيد کيږي چي د کور د ښوونې لپاره کوم جوت معيارونه او قواعد نسته.

د سټېنفورډ پوهنتون استاد راب رايش هم په هغو کسانو کي راځي چي د امريکا پر اوسني هوم سکولنګ سيسټم باندي سختي نيوکي کوي. نوموړی وايي.زما په فکر دا چندانې د عقل کار ندی چي په زياتو ايالتونو کي د هوم سکولنګ لپاره هيڅ قواعد نسته.

ښاغلی رايش زياتوي چي د هغو ماشومانو څخه بايد حکومت هر کال امتحان واخلي چي په کور کي زدکړي کوي:زه پدې ډاډه يم چي که د کاله يو يا دوه ځله د دغو ماشومانو څخه امتحان واخيستل سي، نو دغه به بسيا وي. پدې توګه څوک معلوموالی سي چي ايا ماشومانو پر مختګ کړی دی او که نه او ددې لاري څوک دا خبره يقيني کولای سي چي ماشومان اړينې د ښونځی زدکړي ولري.

خو د هوم سکولينګ څخه د دقانوني دفاع کولو په موخه جوړه کړل سوې يوه ټولنه Homeschool Legal Defense Association پدې آند ده چي مور او پلار بايد حق ولري چي د خپلو بچيانو په هکله پخپله تصميم ونيسي. د ټولنې يو غړی مايک ډونېلي وايي.

زموږ په هيواد کي خلک پدې باور لري چي چي مور او پلار د خپلو اولادونو په خير او شر ښه پوهيږي. اساسا بايد حکومت دمور او پلار په کار کي هيڅ ډول مداخله ونکړي.

خو تنقيد کوونکي لکه استاد راب رايش پر دې ټينګار کوي چي بايد داسي قواعد وجود ولري چي د هغو مور او پلار وړتيا جوته کړي چي غواړي خپل اولاد ته پخپله درس ورکړي. پدې هکله استاد راب رايش.

کېدلای سي چي يو چا پخپله ليسه يا ثانوي دوره پر نيمايي پرېښودلې وي او غواړي خپل اولاد ته د ليسې د استاد په څېر په بيالوژي يا کيميا کي درس ورکړي.زه پدې باور يم چي داسي يو څوک خپل اولاد ته په يو مضمون کي اړينه ښوونه نه سي کولای ولي چي پخپله ددې وړتيا نه لري.

د امريکا ښه لاسه مذهبي ډلې په دې توانېدلي دي چي د ټولو ايالتونو قوانين داسي بدل کړي چي پکښي د ماشومانو لپاره ښونځی ته تګ حتمي نه دی. زيات تنقيد کوونکي د تعليمي مضامينو تر څنګ د ټولنيزه ژوند لپاره دا حتمي ګڼې چي ماشومان ښونځی ته ولاړ سي او هلته د نورو ماشومانو سره وويني او پدې توګه په نورو آندونو او نظريو خبر سي.

Bergmann/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل