1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د CIA لخواد واټربورډينګ د ميتود پراستعمال تاوده بحثونه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۷, دوشنبه

د مخکيني اولسمشر بوش د داخلي امنيت صلاحکاره Fran Townsent ډېره مايوسه ده، او دا ځکه چې د هغه وخت د شکنجې او کړونود ميتودونو په ډاگه کول ،يوه لويه غلطي بولي ...

https://p.dw.com/p/HfAU
دواټر بورډينګ يا اوبو ډوبولود احساس پيداکولو د طريقې استعمال ،چه د بشر د حقوقو د سازمانونو لخوايې يوه صحنه جوړه سوې ده
دواټر بورډينګ يا اوبو ډوبولود احساس پيداکولو د طريقې استعمال ،چه د بشر د حقوقو د سازمانونو لخوايې يوه صحنه جوړه سوې دهانځور: picture-alliance/ dpa

دی وايي : « د هغونشرول اوپه عام ډول داړوندو کارمندانو سپکاوی ،او د کانگرس لخوا د څېړنې امکانات - دا ټول به زموږ د استخباراتي څانگي کارکوونکي د خطر له ډار سره مخامخ کړي . »

خو Robert Baer بيا مأيوسه نه دئ . ده ددې نړۍ په ډېرو سيمو کې 20کاله د CIA د پاره کار کړی دئ . بير وايي د اوباما حکومت بايد نور ډېر سندونه هم د امريکايي استخباراتو د شکنجو او کړاونو څخه خپاره او روښانه کړي.

بير څرگندوي، «موږ نړيوال تړونونه مات کړيدي . همدا اوس يوه امريکايي ژورنالسټه د تهران په بند کې پرته ده . نو څوک به ايرانيان ددې څخه منع کوي، چې هغه ته د اوبو ډوبولو سزا ورنه کړي، تر هغو پوري چې دا اقرار کوي، چې هو جاسوسه ده .»

له څو اونيو راپدېخوا هره ورځ نوي نوي خبري راپورته کيږي . تلويزيونونه لکه CNN, MSNBC اويا Fox همواره کوشش کوي، کارپوهان، ځانونه پخپله مسلکي کسان بللي، سياستمداران او يا عادي متفکران د کامرو په وړاندې کښېنوي او بحثونه ورسره کوي . مثلا د ريچارد کيرRechard Kerr غوندې کسان . هغه د اولسمشر بوش په وخت کې د CIA مرستيال مشر وو او د دې خبري مسئول ؤ، چې د امريکې د متحده ايالتونو قانونيت وساتي . د ده دريځ په دې ډول دی ،

«که چېري زه دا دنده ولرم چې د مثال په ډول د سپتمبر د 11ورځي غوندي گذارونو مخه په ډېرو سختو تدبيرونو سره ونيسم : نو زه دا کار کوم . د ټولنيزې سلامتيا او امنيت په خاطر به د يوه جمهوررييس په حيث دا کار وکوم او د CIA د مشر په توگه د هغه توصيه کوم .»

پوښتنه دا ده چې آيا د امريکايانو د ساتلو په منظور په ډېر سخت وخت کې د شکنجو سزا گټه رسوي؟ د دې راډيويي پوښتنې په ځواب کې سمدلاسه د جمهوررييس پخوانی مرستيال ډيک چيني Dick Cheney پر خبرو راځي او په کلکه سره دا نظر څرگندوي، چې له يوې خوا اوبه ډوبونه يا واټر بورډينګ Waterboarding کومه کړونه نه ده ،او له بلې خوا ښه نتيجه ورکوي . چيني زياتوي ،

« هغه سندونه چې ددغو طريقوپر برياليتوب باندي دلالت کوي، نه دي خپاره شوي . په دې اړوند ډېر دقيق رپوټونه سته، چې موږ په دغو ميتودو سره څومره برياليتوب تر لاسه کړی دی . خو هغوی ميدان ته نه دي راايستل شوي . »

چيني تل دا وايي : له سختو تحقيقاتو سره داسي معلومات لاس ته راغلي، چې د ډېرو سختو ترهگري گذارونو مخه پرې نيول شوې ده . خو دا تر اوسه پورې هسې د خولې خبره ده او کوم د اثبات سند يې نسته . د اوباما نوی د CIA رئيس دنيس بلير Dennis Blair تېره اونۍ خپلو مامورينو ته يو يادداشت واستاوه . په هغه کې د نورو څېزونو تر څنګ دا هم راغلي دي، چې د تحقيقاتو دا ډول په کاروړل شوو طريقو ډېري ښې نتيجې ورکړېدي . خو کله چې دا يادداشت په ډاگه شو، نو د ډېرو ښو نتيجو کلمه ورڅخه ليري شوې وه . ښکاري چې بلير نه غوښتل د دې اصولو د برياليتوب خبره د خلکو خولې ته واچوي .

يو بل څوک هم د تحقيقاتو د دې اصولو له بريالتوب سره موافق نه دئ، دا کس په دې جريان کې شامل وو،اوعلي زوفان نوميږي . دی دهغه استخباراتي ډلي غړی ؤ، کومي چې ٧ کاله مخکي يې د لوی ترهگر تر شک لاندي ابو ذبيده څخه په يوه ناټاکلي ځای کې تحقيقات کول . لومړی په معمولي طريقو سره او وروسته د اوبو په ډوبولو سره . کومه طريقه چې اوباما يې شکنجه بولي .

د FBI دې استازي د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ليکلي دي : د پوښتنو له ډېرو سختو اصولو سره داسي کوم معلومات لاس ته نه راوړل کېدل، چې سړی هغه په عادي طريقو سره نشوای تر لاسه کولای . »

Jens Borchers /عارف وردگ

کتونکی : محمد قاسم نوري