1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې د گډوالو د شمیر زیاتیدل

۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبه

د بالقان گڼ شمېر جتان غواړي چې المان ته ځانونه ورسوي. اوس يو شمير الماني سياستوال غوښتنه کوې چي د جتانو له پاره دي له ويزې پرته سفر کولو استثنا له منځه ولاړه شي.‎

https://p.dw.com/p/16PWE
انځور: picture-alliance/dpa

په ۲۰۱۰ مېلادي کال کې المان ته په بشپړه توگه ۷۸ داسي کسانو پناه راوړې وه چې له مقدونیې او سربستان سره يې تړاو لاره. زياترو دغه کسان د جټانو د قبيلو روما او سينټي خڅه ول. خو په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې بيا څه باندې ۲۴۳۵ جټانو له مقدونیې او سربستان څخه المان ته د پناه غوښتونکو په توگه مخه وکړه. همدا وجه ده چي يو شمېر الماني سياستوالو اوس دا غوښتنه مطرح کړې ده چې په اروپايي ټولنه کي دي د مقدونیې او سربستان د وګړو له پاره دا استثنا له منځه ولاړه شي چي هغوی ویزې ته اړتيا نه لري.

له ویزه برته د سفر کولو د اجازې لرلو دغه استثنا د ۲۰۰۹ مېلادي کال په سپتمبر میاشت کي رامنځ ته سوې وه. تر هغه وخت راهیسې په زياته بيا په تيرو مياشتو کي په المان کي د مقدونیې او سربي جټ پناه غوښتونکو شمېر ډېر زيات سوی دﺉ.

د پناه غوښتونکو له پاره د المان ځانگړې اداره وايي چي زياتره دغه پناه غوښتونکي د اقتصادي دلايلو پر اساس المان ته راځي. د نوموړې ادارې رئيس مانفرید شمدت وايي: «زموږ په اند المان ته د مخدونيا او سربي وگړو د راتلو بهير د ويزې له استثنا څخه د ناسمي گټي اخيستنې پايله ده.»

شمدت له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چي اوس د جټان لویې کورنۍ المان ته راځي. نوموړي زياته کړه چي دغو پناه غوښتونکو ته المان کې کومې پیسې د جیب خرڅ په توګه ورکول کیږي هغه په مقدونیې او سربستان کي د يوه متوسط کار لرونکي له یوې میاشتې معاش څخه درې وارې زیات دﺉ. د نوموړي په وينا المان ته د دغو پناه غوښتونکو د راتلو د بهير تر شا «اقتصادي دلايل» موجود دي.

د پناه غوښتنې له پاره د المان د ځانگړې ادارې رئيس زياتوي چي د سربستان او مقدونیې دغه کسان چي په المان کي درې مياشتي ژوند وکړي، هغوی د المان د حکومت څخه دومره اقتصادي مرستي تر لاسه کوي چي پوره کال يې بيا په خپل هيواد کي بسيږي. په دې تړاو يو شمیر سياستوال د المان د اساسي قانون د محکمې له تيري پریکړې څخه ناخوښه دي. په دغه پرېکړه کي ويل سوي ول چې‎ي په المان کي دې پناه غوښتونکو ته دومره اقتصادي مرستي ورکړل شي لکه چي يو المانۍ وگړي ته د اړتيا په وخت کي ورکول کيږي.

د المان د کورنيو چارو وزير هانس پیتر فريدريش، اوس ويلي دي چي المان پر دې فکر کوي چي ايا له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړې چي د مقدونیا او سربستان له پاره د ويزې استثنا ليرې کړي که څنگه. نوموړي زياته کړی ده چي د پناه غوښتنې د دوسيو د دوام موده به هم رالنډه کړل سي. الماني وزير له بیلد نومې ورځپاڼې سره په خبرو کي ويلې دي چي يو شمیر کسان د المان د پناه غوښتنې له قانون څخه ناوړه گټه پورته کوي. خو په المان کي د پناه غوښتونکو د حقونو د دفاع ټولنې بيا ويلي دي چي د دې ټولې مباحثې مقصد سياسي دوکانداري ده.

احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش