1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د پېټريوس پر نوؤ احکامو نيوکي سوي دي

۱۳۸۹ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو ويسټه ويله ددې پوښتني په ځواب کي چي ايا د پيټريوس احکام به د الماني عسکرو لپاره اجباري وي وويل:« که ما دغه احکام ليک ليکلای نو داسي لغتونه به مي نه وای کارولي.»

https://p.dw.com/p/OcKm
جنرال ډېويډ پېټريوس
جنرال ډېويډ پېټريوسانځور: AP

په افغانستان کي دايساف د پوځي ماموريت لپاره د نوؤ ضوابطو د لسټ څو محدوده برخې په چارشنبې خپرې کړل سوي دي. په افغانستان کي د ايساف قومندان جنرال ډېويډ پېټريوس په نوؤ احکامو او ضوابطو کي د بهرني عسکرو د ځان څخه د دفاع پر حق ټينگار کړی دی. پېټريوس په احکام ليک کي پر خپلو عسکرو ږغ کړی دی چي:

«د پاڅون کونکو په غوښو کي خپل غاښونه ښخ کړئ او بيا يې مه پرېږدئ.»

پداسي حال کي چي په ايساف کي ونډه لرونکو نورو هيوادونو تر څنگ المان هم راځي ددغه هيواد د بهرنيو چارو وزير گيډو وېسټه ويله محتاطه غبرگون ښودلی دی. گيډو ويسټه ويله په خپل غبرگون کي په احکام ليک کي د پېټريوس پر لهجې په غير مستقيمه توگه گوتنيونه کړېده. گيډو ويسټه ويله ددې پوښتني په ځواب کي چي ايا د پيټريوس احکام به الماني عسکرو لپاره اجباري وي وويل:

« که ما دغه احکام ليک ليکلای نو داسي لغتونه به مي نه وای کارولي.»

د المان د بهرنيو چارو وزير
د المان د بهرنيو چارو وزيرانځور: picture-alliance/dpa

پېټريوس په خپل احکام ليک کي پر عسکرو ږغ کړی دی چي د افغان ولسي خلکو د ژوند ژغورنې لپاره خپل پوره کوښښونه وکړي. د پوځي رازداری په سبب د پېټريوس د بولۍ ليک يو څو محدوده برخې په رسنيو کي خپرې کړل سوي دي. د ناټو يوه وياند ويلي دي چي د افغان ولسي خلکو د ژوند ژغورنه بايد د بهرني عسکرو د ژوند په تاوان تمامه نسي.

د المان په مرکزي پارلمان بُنډسټاگ کي د حزب اختلاف د سوسيال ډيموکراټ گوند د دفاعي چارو کارپوه راينرآرنولډ هم د پېټريوس پر لهجه نيوکي کړي دي. د سه شنبې په ورځ نوموړي و کولنر شټډټ انڅايگر ورځپاڼې ته ويلي:

«د پېټريوس لهجه تر يوې کچې د امريکايي ډوله نظر څرگندويي کوي.»

پېټريوس په خپلو احکامو کي د مقاومت کوونکو د تعاقب خبره هم کړېده. راينر آرنولډ د پېټريوس د احکامو په هکله خپله اندېښنه څرگندوي چي:

« دپيټريوس د احکامو څخه نه يوازي دا چي بعضي ولسي خلک ناسمه مانا اخيستلای سي بلکه ښايي بعضي عسکر هم ددغو احکامو څخه ناسمه مانا واخلي.»

په افغانستان کي د ايساف پخواني قومندان سټېنلي ميکرسټل د ولسي خلکو د وژنې مخنيوی د خپلي ستراتيژۍ برخه گرځولې وه. پدې ترڅ کي نوموړي حکم ورکړی ؤ چي يوازي هغه وخت پر يوځای د بمباري اجازه سته چي څرگنده وي چي هلته مقاومت کوونکي پټ دي. د بمباريو د لږېدو سره په افغانستان کي د ولسي خلکو د وژنو شمېر هم راټيټ سوی ؤ.

طالبانو هم اوس 69 مخه درلودونکی د احکامو يو لسټ خپور کړی دی. د طالبانو مشرتابه پر خپلو جنگياليو ږغ کړی دی چي خپل پوره کوښښ وکړي چي ولسي خلکو ته د زيان رسېدو مخنيوی وکړي. پر طالب جنگياليو ږغ سوی دی چي د ولسي خلکو څخه پيسې او وسله وانه خلي. خو هغه کسان چي د حکومت سره کار کوي او يا هم د بهرنيو عسکرو مرستندويان وي د طالبانو د خپرو سوؤ احکامو له مخي په دُښمنانو کي راځي.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی/آژانسونه

کتونکی: عبدالباري حکيم