1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په القاعدې پورې د تړلې مشر وژنه تائید سوه

مسعود جهش (AP, AFP, dpa)۱۳۹۲ فروردین ۴, یکشنبه

د DNA آزموینو دا خبره سابته کړې ده چې په القاعدې پوري تړلی افریقایي جنګسالار ابو زید، په مالي کې له فرانسوي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی. په دې سره نو د هغه د هویت په اړه شکونه له منځه ولاړل.

https://p.dw.com/p/183J4
###ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS. NO SALES. NO ARCHIVES#### Abdelhamid Abou Zeid speaks in an unknown location in this still image taken from a undated file video footage obtained from Sahara Media on March 1, 2013. Sources close to Islamist militants and tribal elders in north Mali said on Friday there was no doubt one of al Qaeda's most feared commanders in Africa had been killed by French air strikes, though there was still no official confirmation. Abdelhamid Abou Zeid was among 40 militants killed four days ago in the foothills of the Adrar des Ifoghas mountains, where French forces have been locked in heavy fighting with Islamist rebels, the sources said. REUTERS/Sahara Media via Reuters TV (CIVIL UNREST)
Mali Abdelhamid Abou Zeid getötet Screenshotانځور: Reuters

د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند دفتر د شنبې په ورځ د ابو زید، وژل کیدل تائید کړل. زید په مالي کې په القاعدې پورې تړلی جنګسالار په مغرب کې د دغي ډلې یو لوړپوړی غړی وو.

د فرانسې د ولسمشر دفتر له خوا په دې اړه په یوه خپره شوې بیانیه کې رغلي دي: «فرانسه د ابو زید مړینه په پوره ډاډمنتیا سره د مالي په افوغاس غرونو کې د فبرورۍ میاشتې په وروستیو ورځو کې د فرانسوي ځواکنو پر وړاندې د جګړې پر مهال تائیدوي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د دغه وګړي وژل کیدل په ساحل کې د ترهګرو پر وړاندې په جګړه کې یو ډیر مهم پرمختګ بلل کیږي. تر دې مخکې فرانسوي ځواکونو ویلي ول چې داسې احتمالونه موجود دي چې دغه کس په فرانسه کې وژل شوی وو خو هغوی په عین حال کې د دې خبر د تاییدولو له پاره د DNA آزموینو پایلو ته په تمه ول.

زید چې ویل کیږي ۴۶ کلن وو په ساحل کې د القاعدې ډلې یو مهم غړی بلل کیدی او ورباندې د دوو اروپايي برمته شویو کسانو د وژلو تورونه لگول کېدی.

ویل کیږي چې هغه وخت چې زید د فرانسوي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شو، هغه څلور تنه فرانسوي وګړی برمته کړي ول. دغه کسان دوه کاله مخکې په نایجیر کې له یوه معدن څخه نیول شوي ول. لا تر اوسه پورې د دغو کسانو برخه لیک روښانه نه دی.

فرانسوي ځواکونو د روان کال په جنوري میاشت کې مالي ته خپل سرتیري واستول ترڅو له ترهګرو څخه د دغه هیواد شمالي برخې آزادي کړي.