1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې څومره کسان په ایدز یا HIV اخته دي؟

۱۳۹۸ آذر ۱۰, یکشنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې څه کم درې زره کسان په ایډز ناروغۍ اخته دي چې تشخيص يې شوی دی. خو د دغې ناروغۍ ترټولو ډير قربانیان څوک دي؟

https://p.dw.com/p/3U39i
HIV Aids Symbol Schleife
انځور: picture-alliance/dpa/H. Qunying

په افغانستان کې پر ایدز یا HIV اخته کېدل لوی شرم بلل کیږي، نو ځکه پردې ناروغۍ ډيری اخته کسان د خپلې ناروغۍ په اړه خبرې نه کوي.

شاوخوا ۳۰ کاله يو ځوان چې نه غواړي خپل اصلي نوم په ډاګه کړي، دويچه ویله ته وویل، د کابل په انتاني روغتون کې یې ۱۵ کاله وړاندې ناروغي تشخیص شوه.

 ده زیاته کړه له کومې ورځې یې چې ناروغي پيژندل شوې له کورنۍ سره یې اړیکې پرې شوي ځکه هغوی ترې کرکه کوي.

د دغه ناروغ ځوان پروینا د درملنې لپاره کافي پیسې هم نه لري.

«ډاکټران راته وايي چې ناروغي دې په بدن کې پیشرفته کیږي او څو کاله وروسته ښايي د درملنې وړ هم ونه اوسي.»

د ډسمبر لومړی نیټه، په ډېرو هېوادونو کې له ایدز یا HIV  سره د مبارزې د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت وایې، په افغانستان کې د ايدز ناروغۍ پيښې مخ پر ډيريدو دي. دغه وزارت وايي په افغانستان کې د دغې ناروغۍ ۲۸۰۰ پيښې ثبت شوي او په ايچ آي وي ويروس د اخته کېدو ۷۲۰۰ مورده اټکل کيږي.

د عامې روغتیا وزارت د ایدز د مخنیوي د ملي پروګرام تخنیکي مسئول ډاکټر احسان الله احسان دويچه ویله ته وویل، د ملګرو ملتونو له اټکلیزو شمېرو یې ۴۰ سلنه پېښې کشف کړي.

«د ملګرو ملتونو هغه اداره چې له ایدز سره مبارزه کوي، هغوی د ايچ آي وي ۷۲۰۰ پېښې تخمین کړي چې مونږ بیا له دې ډلې ۲۸۸۳ پېښې کشف یا ثبت کړي چې دا د ۷۲۰۰ پېښو ۴۰ سلنه جوړوي.»

ښاغلي احسان زیاته کړه هڅه دا ده چې تر ۲۰۲۰م  میلادي کال پورې په افغانستان کې د ایدز له اټکل شویو پېښو ۹۰ سلنه یې کشف او تر درملنې لاندې ونېول شي.

Aids in der muslimischen Welt
د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې څه کم درې زره کسان د ایډز په ناروغي اخته دي انځور: AP

په افغانستان کې د ایدز یا HIV  وایروس ډيری قربانیان پر نشه روږدي کسان دي. د شمېرو له مخې، کابو درې میلیونه افغانان پر نشو اخته دي.

ډاکټر احسان په دې اړه وویل: «له دې شاوخوا درې میلیونه پرنشه د روږدو کسانو څخه هغه ارقام چې له مونږ سره دي، ۴۰ زره او ۹۰۰ معتادین د زرق یا ستنو له لارې نشه يي توکي خپل بدن ته ترزیقوي، چې دا خپله د ایدز یا HIV  ویروس ډیریدو یو لوی خطر دی.»

تبه، د ستوني درد او د بدن خارښ د HIV یا ایدز لومړنۍ نښې شمېرل کیږي.

ډاکټران وایي ددې ناروغۍ په اخته کېدو سره د بدن دفاعي سیستم کمزوری کیږي، چې په پایله کې د وزن کمېدو، سخت اسهال، د شپې لخوا خولې کېدو، او د یو شمېر نورو روغتیايي ستونزو سبب ګرځي.

په افغانستان کې ډیر پردې اند دي چې د ایدز یا HIV ترټولو ستر عامل جنسي اړیکې دي، خو د انتاني ناروغیو یوه متخصص ډاکټر قدرت الله مبارک دويچه ویله ته وویل:

« د ویني ورکولو، د HIV پر ویروس د ککړ سرینج یا ستن کارولو، د میندوارۍ پرمهال له مور څخه ماشوم او یا هم د شېدو ورکولو پرمهال هم ماشوم ته د ایچ ای وي ویروس انتقالیدای شي.»

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي، ډيری کسان لاهم د خوندي جنسي اړیکو په اړه نه پوهیږي.

د ایډز د مخنیوي د ملي پروګرام تخنیکي مسئول ډاکټر احسان الله احسان وویل، د عامه پوهاوي پروګرامونو یوه ستره برخه دا ده چې خلکو ته د خوندي جنسي اړیکو په موخه د کاندوم کارولو پوهاوی ورکړل شي.

د ښاغلي احسان پروینا د ایدز د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه یې اغیزمن دي او تمه لري چې د دغسې پروګرامونو په تطبیق سره به په افغانستان کې د ایدز د مرض عامل يعنې د HIV ویروس لا نور نه خپریږي.

اسماعیل شاکر له کابل څخه