1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

+++ په افغانستان کې پارلمانې ټاکنې شیبه په شیبه +++

۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبه

په افغانستان کې پر امنیتي اندیښنو سربیره پارلماني ټاکنې پیل شوې. د رای ورکولو مرکزونه د سیمې پر وخت د سهار پر اوو بجو پرانیستل شول او د مازیګر تر څلورو بجو به خلک خپله رای ورکړي. دغه معلومات شیبه په شبه تازه کیږي.

https://p.dw.com/p/36rkA
Afghanistan Parlamentswahl | Stimmabgabe in Masar-e Scharif
انځور: Getty Images/AFP/F. Usyan

۰۴:۰۹ د کابل امنيتي چارواکو ويلي دي چي د ښار په شمالي څنډه کې یوه ځانمرګي برید ۱۰ کسان وژلي او ډير نور ټپیان کړي دي. دغه ځانمرګی برید داسې مهال شوی چې په ځینو سیمو کې لا هم د رای ورکولو لړۍ ادامه لري. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي چې دغه ځانمرګی برید د رایې اچونې یوه مرکز ته څیرمه شوی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي همدا راز وویل چې په دې پیښه کې ۶۰ تنه نور کسان بیا ټپیان دي چې په دې ډله کې اته تنه یې پولیس سرتیري دي.

۰۳:۱۵ یوې امنیتې سرچینې د برید په تړاو ویلي چې د کابل په شمالي څنډه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر بیا ټپیان دي. دغه ځانمرګی برید داسې مهال شوی چې په ځینو سیمو کې لا هم د رایې اچونې لړۍ ادامه لري. د دې پیښې نور جزئیات له همدې ځایه شیبه وروسته تعقیبولی شئ.

۰۲:۱۰ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هیواد په کچه په یو شمیر سیمو کې د رایې اچونې وخت غځولی دی. د دې کار دلیل د رایې اچونې په ځینو مرکزونو کې تخنیکي ستونزې په ګوته شوې دي. 

۱۲:۴۰ په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د دوو کسانو د وژل کیدو او درې کسانو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. همداشان په تخار ولایت کې د ځايي اوسیدونکو په وینا د طالبانو له لوري د راکټ د یوه برید په پایله کې یو تن وژل شوی او د یوې کورنۍ نور اته غړي ټپیان شوي دي.

۱۱:۴۵ د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې چاودونو مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده. نوموړي خبري آژانس د روغتیا وزارت د سرپرست ویاند محب الله زیر، له قوله لیکلي دي چې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او نور ۳۰ تنه ټپیان دي.

۱۰:۵۷ پارلماني ټاکنې تر يکشنبې پورې وغځول شوې

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړی دی چي په ځينو سيمو کې د تخنيکي او اداري ستونزو له کبله به پارلماني ټاکنې هلته تر يکشنبې ورځې پورې وغځول شي. د چارواکو په حواله د راټوکېدلو ستونزو له کبله رای ورکوونکي نه شي کولای چې خپله رايه د نن ورځې په ترڅ کې لا وکاروي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالبديع صياد، وويل چې ټاکنې به په هغو ځايونو کې تر سبا پورې وغځول شي چې د انتخاباتو چارواکي يا ټاکنيز مواد په سم وخت کې نه دي ور رسېدلي.

د بايومټريک آلاتو له لاري د رای ورکوونکو د ثبتولو پر سر ګډوډي، او د ځينو ټاکنيز مرکزونه پر وخت نه پرانيستل او د ټاکنيزو توکو کمښت ډېر رای ورکوونکي قهرولي دي.

Parlamentswahl Nangarhar Provinz
انځور: DW/O. Didar

۱۰:۲۶ په لښکرگاه کي د رای ورکولو بهير ناوخته پيل سو

په لښکرگاه کي د رای ورکولو بهير تر ټاکلي وخت نژدې ۴ ساعته وروسته پيل سو. د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خبریالانو ته وویل چي د رای ورکولو بهیر ناوخته پیل سو، خو د کمېسیون د مسئولینو په مشوره به د رای ورکولو بهیر تر هغه وخته پوري روان وي چي په ښارکي رای ورکوونکي پاته وي.

۱۰:۰۰ د فرانسې خبري اژانس د يوه خبريال په حواله، رای ورکوونکي په يوه مکتب کې تر چاودنې وروسته تېښتې ته اړ شول. هغوی غوښتل چې په دغه مکتب کې خپله رايه ورکړي. عيني شاهدانو او يوه چارواکي همداراز ويلي دي چې په نورو انتخاباتي مرکزونو کې هم چاودنې رامنځ ته شوې دي.

يوه سړي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې غوښتل يې رايه ورکړي، خو تر چاودنې وروسته بايد تښتېدلی وای څو خپل ژوند وژغوري. د هغه په خبره ډېر ټپيان يې هم وليدل چې نورو ځايونو ته به انتقال کېدل.

د کورنيو چارو د وزارت وياند، نصرت رحيمي، ټاکنيزو مرکزونو ته څېرمه د دوو نورو چاودنو پخلی هم کړی دی، خو ويلي دي چې تلفات يې نه دي اړولي.

Afghanistan Parlamentswahl | Anschlag in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

۹:۱۵ افغان چارواکي وايي چي د غور ولايت په مرکز فيروز کوه کي د قطس پر انتخاباتي مرکز وسله والو طالبانو بريد کړی دی. ۴ سيمه ايز پوليس وژل سوي. د غور د والي ویاند عبدالحي خطيبي دويچه ويله ته وويل چي د رای ورکولو دغه مرکز ته نژدې دا پولیس د طالبانو تر برید لاندي راغلې او ۴ تنه یې وژل شوي او ځيني یې لادرکه دي چې ارقام یې نه شته.

۹:۰۰ «د فراه په ځينو ولسواليو کي د رايو ورکولو مرکزونه بند دي»

د فراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور وايي چي د دغه ولايت په ۷ ولسواليو کي د رای ورکولو مرکزونه بند دي او هيڅوک رای نه سي ورکولای.

۸:۴۵: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټول هیواد په کچه یې د رای ورکولو د مرکزونو د ټینګښت په موخه د امنیتي ځواکونو شمیر له ۵۰ زرو څخه ۷۰ زرو ته لوړ کړی دی.

۸:۳۰: افغان چارواکو په کونړ او فراه ولایتونو کې د بریدونو رپوټ ورکړی دی. د فراه ولایت د پولیسو مشر محب الله محب ویلي دي چې د هاوان یوه مرمۍ د هستوګنې په سیمه کې لګیدلې خو کومه مرګ ژوبله نه لري. د کونړ ولایت د امنیي قوماندان مرستیال محمد زمان عیار ویلي دي چې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې طالبانو د رای ورکولو مرکز ته پر غځیدلي سړک د توپ ډز کړی او په خبره یې دوې میرمنې ټپیاني شوي دي.

۷:۳۰: افغان ولسمشر محمد اشرف غني، خپله رایه وکاروله. د ارګ په فیسبوک پاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني د رای ورکولو پر مهال په خپلو څرګندونو کې وویل: «رای یو امانت دی چې موږ یې سپارو او د هغه په اساس له هر کاندید غواړو چې زموږ قوانین تصویب کړي او د ملت په کور کې د ملت استازيتوب وکړي.»

۷ بجې: د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې د امنیتي ستونزو تر څنګ د درغلیو په هکله هم اندیښنې شته. دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې د رای ورکولو پر وخت بایو میټرک آله کارول کیږي. ښایي د ټاکنو پایلې په دوو اونیو کې معلومې شي. په ټوله کې د پارلمان د ۲۴۹ څوکیو له پاره ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي دي. رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې وسله والو طالبانو د ټاکنو د تحریمولو غږ کړی دی.

Afghanistan Parlamentswahl | Wahllokal in Zabul
په زابل کې د ټاکنو کمیسیون یو چارواکی د یوه رای ورکوونکي تذکره ارزوي. انځور: DW/E. Mahdavi

له ستراتیژیک لحاظه مهم ولایت کندهار کې دوې ورځي تر مخه د یوه برید له امله ټاکنې د یوې اوونۍ له پاره ځنډول شوي دي. په دغه برید کې د امنیې قوماندان او ملي امنیت د رئیس په گډون څو تنه ووژل شول او د کندهار والي ټپي دی.

په افغانستان کې اوسنۍ پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۹م کال په اپریل میاشتې کې د پلان شوو ولسمشریزو ټاکنو له پاره یو ازمایښت ګڼل کیږي.

په ټول هیواد کې په زرونو امنیتي ځواکونه د امنیت ټینګښت ته ګومارل شوي دي. د امنیتي اندیښنو له کبله له ۷۳۵۵ حوزو څخه ۵۱۰۰ یي پرانیستي دي.

ملګرو ملتونو د طالبانو د دې ګواښونو په هکله اندیښنه ښوولې ده چې ويلي يې دي دوی به پر هغه ښوونځيو او ودانيو بريدونه وکړي چې د رای ورکولو مرکزونه پکښې دي.