1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ملکي مرستندویان د زور زیاتیو قربانیان دي

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۶, شنبه

هغه یوه امريکايي میرمن چې د کابل پر یو میلمستون باندې د طالبانو په برید کې تیره اونۍ ووژل شوه، د هغې د پلار د وینا له مخې یوه رضا کار ښځه وه چې غوښتل یې په افغانستان کې بی وزلو خلکو، په خاصه توگه ښځو سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/1FQev
د کابل پر یو میلمستون باندې ترهگر برید کې نهه تنه بهرنیان ووژل شول
د کابل پر یو میلمستون باندې ترهگر برید کې نهه تنه بهرنیان ووژل شولانځور: REUTERS/Omar Sobhani

۴۶ کلنې پاولا کنتور په ټوله نړې کې په خدمت بوخته وه. د هغې پلار، انتوني کنتور د جمعې په ورځ د خپل لور له مړینې یوه ورځ وروسته وویل: « پاولا تیره اونې له قاهرې څخه اسلام آباد ته له سفر څخه وروسته په کابل کې تم شوه.» افغان چارواکو وویل چې هغې د کابل د «Park Palace» نومي هوټل کې د هستوگنې لپاره ځای ونیو. خو دغه هوټل د چهار شنبه په ماښام د طالبانو تر برید لاندی پریوت او په نتیجه کې ۱۴ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د نهه تنو بهرنیانو په جمله کې پاولا کنتور هم شامله ده.

ساینسپوه، د جنسیت او پرمختیايي چارو کارپوهې کنتور غوښتل په کابل کې د جوارو او غنمو د ودې لپاره د مکسیکو له نړیوال مرکز سره چې په افغانستان کې د کرهنې د ودې لپاره یوه پروژه پیل کړې ده، کار وکړي.

د هغې پلار، انتوني کنتور له اسوشتیدپرس سره په یوه تیلفوني مرکه کې وویل: «هغې د خپل کاري عمر کابو ټوله دوره په بهر کې تیره کړه، د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې خدمت وکړ.» نوموړی زیاتوي:« پاولا غوښتل چې د بې وزلو خلکو اقتصاد ښه شي، په خاصه توگه هغې غوښتل چې په بیرته پاتې هیوادونو کې د ښځوغمجن حالت بدلون پیدا کړي. د دی هدف لپاره د هغې سر او کار له ساینس پوهانو سره ؤ. په بې وزلو هیوادونو کې د غنمو وده او پراختیا یوه له دغو علمي پروژو څخه وه.».

د کابل د پارک پالاس په نامه میلمتسون باندی حمله سخته غندل شوی ده.
د کابل د پارک پالاس په نامه میلمتسون باندی حمله سخته غندل شوی ده.انځور: Reuters//O. Sobhani

پاولا کنتور له ۲۰۰۸ کال څخه تر۲۰۱۰ کال پورې د افغانستان د څیړنې او ارزونې د څانگې مدیره وه. د نوموړي ادارې رئیس، نادر نادري د هغې ادارې په ویب پاڼه کې د جمعې په ورځ لیکلي دي: «میرمن کنتور په داسی حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د ملیونو خلکو او بیا په خاصه توگه د ښځو لپاره د ښه ژوند د تأمین لپاره بی ساري خدمتونه تر سره کړل.»

له دې مخکې هغې په مالیزیا کې د هغه یو سازمان لپاره کار کاوه چې نوم دی :«د نړی کب». د هغې پلار وايي چې د پوهنتون د زدکړو په وخت کې د پاولا په ژوند کې ستر بدلون راغی او ځان سره هوډ وکړ چې په نړې کې به د خلکو لپاره خدمت کوي:« په خاصه توگه د نارث کارولاینا په پوهنتون کې له زدکړو سره هغه ډيره اغیزمنه شوه. یو پروفیسور هغې ته سپارښتنه وکړه چې هند ته لاړه شی، چیرته چې خلک په سخت غربت او بې وزلۍ کې ژوند کوي.»

د پاولا مور او پلار له خپلې لور سره یو ځلې د جنوري په میاشت کې دوه اونې ولیدل، کومه وخت چې هغه خپل وطن ته ستنه شوې وه ترڅو د پاکستان ویزه ترلاسه کړي او بیا د فبروري په میاشت کې ولیدل. له هغې وروسته نوموړې بیرته بهرنې نړې ته په سفر ووتله او بیا بیرته خپل کورته رانغله.

کنتور مکسیکويی مرکز، «سوشیو - اکونومیکس» سره د فبروري په میاشت کې د یوې ساینس پوهې په توگه په کار پیل وکړ. د دغه مرکز رئیس، اولاف ارینشتاین وویل چې کنتور یو پوهه، په کار مینه، فعاله او خورا استعداد لرونکې کارکونکې وه. ارنشتاین د خپل مرکز په ویب پاڼه کې په یوې وینا کې لیکلي دي: «هرچا چې له هغې سره کار کاوه، ترې اغیزمن کیده. د سختې خواشنېنې خبره ده چې هغې خپل ډير کاري او خدمتي ارمانونه له ځان سره یو ځای خښ کړل.»