1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې له معلولينو او معيوبينو سره د مرستې غوښتنه

۱۴۰۰ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

په افغانستان کې معلولين او معيوبين ډېر دي. د دې هيواد ناوړه اقتصادي حالت د دغو کسانو وضعيت اوس نور هم خراب کړی دی. دوی وایي طالبانو هم له پامه غورځولي دي.

https://p.dw.com/p/47mlk
Handicap International | Unterstützung für afghanische Zivilisten
انځور: Handicap International

د ناوړه روان اقتصادي وضعيت له کبله په افغانستان کې په ځانګړي توګه معلولين له سختو مشکلاتو سره مخ دي. د طالبانو هغه ادعاوې چې ويلي يې ول چې د خپلې پخوانۍ دورې برعکس به د ولس له دې ځانګړې ډلې سره معتدل او ښه چلن وکړي، تر اوسه سمې نه دي ثابتې شوي.

د معيبونو د خير ښېګڼې ملي او نړيوالو ټولنو د فعاليت مخه اوس هم نيول کيږي چې په دې سره په ځانګړې توګه هغه ځواني نجوني او ښځي چې معلولي دي، له سخت فشار سره مخ کيږي.

د کندهار اوسيدونکی ۴۲ کلن عبدالهادي چې خپل هم په ويلچير کې ناست دی، د ويلچير د توليد تخنيکر او همدا راز د دې برخې رزونکی دی، وايي: «مخکې مې هيڅکله د مرستو او يا بسپنو اخيستلو فکر نه وو کړی، خو اوس راته ويره پېدا شوي چې د بنسټیزو اړتیاو لکه دارو درملو او سون توکو له کمښت سره به مخ شم.»

نوموړی چې د « Handicap International» غير دولتي موسسې سره هم کار کوي، وايي چې انفلاسيون ډېر چټک دی: «د بیلګې په توګه مخکې به ما يو ليتر غوړي په ۶۰۰ افغانۍ رانيول خو اوس همدغه مقدار غوړي ۱۶۰۰ افغانۍ بيه لري.»

هغه وايي چې زما په څېر معلول کسان د هېواد د واکمنانو له خوا يوازې پريښوول شوي دي. نوموړي وويل: «موږ ويره لرو چې طالبان به موږ هير کړي، ځکه چې هغوی نور لومړيتوبونه غوره کوي.»

اقتصادي بحران

د معلوليت لرونکو کسان له پاره فعاليت کوونکي امينه عظيمي چې د «Afghan Landmine Organization» ټولنې سره هم کار کوي، وايي: «له هغه راهيسې چې د افغانستان پخوانی حکومت د طالبانو له خوا پرځول شوی، د هغو کسانو اکثريت چې معلول دي او له حکومت يا یې له غير دولتي ادارو او يا هم له خصوصي سيکتور سره کار کاوه، خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.»

امينه عظيمي چې په اتيايمو کلونو کې زيږيدلې ده، د دولسو کلونو په عمر یې خپله ښۍ پښه هغه وخت له لاسه ورکړه چې پر کور یې يو راکټ ولګېد.

Handicap International | Unterstützung für afghanische Zivilisten
عبدالهادي په کندهار کې د کار پر مهالانځور: Handicap International

نوموړې په افغانستان کې د معلولينو د وضعيت په اړه زياتوي: «د هغوی کوچني کاروبارونه هم تړل شوي. سربيره پر دې طالبانو د معلولينو له پاره ځانګړی تقاعد هم بند کړی دی.»

افغانستان د نړۍ هغه هيواد دی چې د معلولو او معيوبو انسانانو شمير پکې ډېر زيات دی. د آسيا فاونډيشن د يوې څېړنې په حواله په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې ميشت اتيا سلنه لويان او ۱۷،۳ ماشومانو يو نه يو ډول بدني محدوديت درلود.

په افغانستان کې د کابو څلويښت کلنې جګړې له کبله تر يو میليون ډېر انسانانو پښې، لاسونه او يا د بدن نور غړي له لاسه ورکړي دي. همدا راز ډېرو انسانانو د سترګو ديد او يا هم د اوريدو حس له لاسه ورکړی او يا یې دغه حسونه ضعيف شوي دي.

پر دې سربيره ډېر افغانان له رواني ستونزو لکه ژور خفګان، وېرې او ستريس څخه کړيږي. همدا شان نور یې داسې معيوبيتونه لري چې له جګړو سره تړاو نه لري.

په ځانګړې توګه ښځې اغېزمنې دي

له همدې کبله يو شمير غير دولتي ټولنې په دې وروستيو کې د دغو کسانو د حقونو له پاره هلې ځلې کوي. دمګړۍ د «Committee on the Rights of the Child» ټولنه، د افغانستان له پاره د سويډن کمېټې په نوم ټولنه او همدا راز د « Handicap International » په څېر ټولنې او همدا شان يو شمير نورې سيمه ایزې ټولنې لا فعاليت لري. خو فعاله امينه عظیمي وضعيت داسې تشريح کوي: «زياتره سيمه ایزې ټولنې چې د «Afghan Landmine Organization » ټولنه هم پکې شامله ده، واک ته د طالبانو تر رسيدو راهيسې د امنيتي دلایلو پر اساس تړل شوي دي.»

نوموړې زياتوي: «د معيوبينو له پاره فعاليت کوونکي له خطر سره مخامخ دي. هغوی له طالبانو څخه وېره لري.»

Handicap International | Unterstützung für afghanische Zivilisten
امينه عظيمي له نړيوالو سازمانونو څخه غواړي چې په افغانستان کې له معلولينو څخه ملاتړ وکړيانځور: Handicap International

نوموړې وايي چې د دې وضعيت له کبله په ځانګړي توګه ښځې او نجونې ډېري کړيږي: «دمګړۍ ټولې هغه ښځې او نجونې چې يو څه بدني محدوديت لري، په کورونو کې دي او هيڅ کار او يا آزادي نه لري.» هغه زياتوي: «د دغو ښځو وضعيت ډېر نااميده کوونکی دی او خراب دی. موږ دلته يوازې د ژوندي پاتيدو له پاره مبارزه کوو.»

د نړيوالو مرستو له پاره غږ

داسې ويره موجوده ده چې وضعيت د ښه کيدو پر لور نه دی روان. د کندهار اوسيدنکی عبدالهادي له همدې کبله وايي: «د راتلونکي په اړه زموږ هيلې مړې دي او راتلونکی مو د وړاندوينې وړ نه دی.» هغه زیاتوي: «ټول وېره لري چې نړيواله ټولنه به پر افغانستان نور اقتصادي بندیزونه هم وضع کړي.»

دغه څه به د خلکو اړتياوې نورې هم ډېري کړي. امينه عظيمي وايي: «د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ دی او له دې حکومت څخه دمګړۍ هيڅ تمه نه لرو. معيوب او معلول کسان په داسې یوه وخت کې ځانګړي ملاتړ ته اړتيا لري.»

هغه زياتوي: «له همدې کبله نړيوال سازمانونه په افغانستان کې له بدني محدوديت څخه کړيدونکو کسانو سره خپلو بشري مرستو ته بايد هرو مرو دوام ورکړي.»

ب. ص/ ن. ز (Oliver Schulz)

زموږ له آرشيف څخه: