1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د کوکنارو کښت ډېر شوی دی

۱۳۸۵ اسفند ۱۱, جمعه

د امريکې د متحده آيالاتو په وينا په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې تېر کال د نورو کلونو په پرتله ډېروالی راغلی دی. ويل کېږي چې افغاني بزگرانو په ١٧٣٠٠٠ هکتاره ځمکه کوکنار کرلي وو چې افين ترې جوړېږي.

https://p.dw.com/p/DKAe
د ٢٠٠٥ م کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ٦٠ ٪ ډېروالی راغلی دی
د ٢٠٠٥ م کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ٦٠ ٪ ډېروالی راغلی دیانځور: AP
دا د ٢٠٠٥ م کال په پرتله ٦٠ ٪ ډېروالی دی. دغه شمېره د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت د مخدره توکو په رپوټ کې راغلې ده. د افينو ټول ټال ارښت ٢،٣ مليارډو يورو ته رسېږي.
ويل کېږي چې په دغو پيسو باندې د امريکايي ځواکونو او د هغوی د ټلوالو په وړاندې د جگړې لگښتونه د محلي قوماندانانو لخوا پوره کېږي. د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت د وياندې انه پېترسن په خبره داسې شواهد شته چې د طالبانو تقويه هم د مخدره توکو له تجارت پورې اړه لري.