1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د پولیو پېښې کمې شوې دي

میرویس جلالزی۱۳۹۲ مهر ۱۷, چهارشنبه

افغان حکومت وايي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې یې بې ساری پرمختګ کړی دی. چارواکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې دغه ناروغۍ کمه شوې خو لا تر اوسه پورې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

https://p.dw.com/p/19wod
انځور: Getty Images

د افغانستان د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل، وايي چې په روان کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو یوازې شپږ پېښې د دوي ثبت شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې ۳۷ کسان د ګوزڼ یا پولیو په ناروغۍ اخته شوي ول.

د افغانستان ټولو سیمو ته د پولیو پر ضد د واکسیناتورانو استول او په یوه کال کې څلور ځله د ګوزڼ ضد ملي کمپاین په لاره اچول هغه څه دي چې د روغتیا وزارت یي په دغه برخه کې ډیر اغیزناک بولي. په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له سه شنبې ورځې راهیسې په ټول هېواد کې د ګوزڼ ناروغي پر وړاندې د واکسین درې ورځینی کمپاین پیل کړ. میرمن دلیل د چهار شنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «په ۲۰۱۳ کال کې موږ د ماشومانو د ګوزڼ ۶ مثبتي پېښي لرلي دي. په ۲۰۱۲ کې مو ۳۷ پېښې لرلې. دا په داسې حال کې ده چې وړم کال د دغې ناروغۍ پېښې۸۰ رسیدې.»

دلیل زیاته کړه چې د پولیو وروستۍ پېښې د ملک په هغو ولایتونو کې لیدل شوې دي چې له پاکستان سره په پوله کې پراته دي. میرمن دلیل وویل: «په تیرو کلونو کې ډیرې پېښې په کندهار او هلمند کې وي خو سږ کال مو په ختیځ کې، په کونړ او ننګرهار کې دا پېښې لیدلي دي.»

د عامي روغتیا وزیرې له ټولو قومي مشرانو، ملا امامانو او په ولایتونو کې له امنیتي مسوولینو څخه وغوښتل چې د پولیو په ضد له کمپاینونو سره مرسته وکړي. سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت وایي چې هر کال د ګوزڼ پر وړاندې واکسین په ټول هېواد کې تطبیقیږي خو د رپوټونو له مخې د هیواد په لیریو پرتو سیمو کې ځینې خلک د بیلا بیلو دلایلو له مخې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه ورکوي.

میرمن دلیل وویل چې روغتیايي ډلې به یې ان هغو سیمو ته د واکسین د تطبیقولو په موخه ورشي چې امنیتي وضعیت یې سم نه دی: «زموږ ټیمونه به په ټول افغانستان کې ټولو هغو سیمو ته چې اڼ ناامنه دي د واکسین د تطبیق له پاره ورشي. دوی به ان هغو سیمو ته هم ولاړ شي چې له پاکستان سره پر پوله پرتې دي.»

افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه هیوادونه دي چې اوس هم په کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې لیدلې کیږي. افغان حکومت وايي چې دغه ناروغۍ د افغانستان په پرتله په پاکستان کې ډیره ده او دا چې د پولیو ډیرې پېښې له پاکستان څخه افغانستان ته راځي. میرمن دلیل په دې اړه وویل: «یوه مسله دا چې افغانستان او پاکستان باید د پولیو پر ضد ډير کار وکړي. موږ له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې کار کوو. هر کال لږ تر لږه یو میلیون داسې ماشومان د پاکستان له پولو څخه اوړي را اوړي چې عمر یې له پنځو کلونو کم وي. دغه کسان هم د ویروس د لیږدولو لامل ګرځي. موږ یو دا چې د پولیو ضد کمپاین له پاکستان سره ګډ هم پیلوو او بل دا چې دغه ماشومان هم واکسینوو چې د پولې دې خوا ته را اوړي.»

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د پولیو واکسین هر کال څلور ځله د ټول هیواد په کچه په ماشومانو کې پلي کیږي. همدا اوس هم د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ګوزڼ پر وړاندې کمپاین روان دی چې په ترڅ کې به یې ۸،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو کم دی د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین شي.