1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ناټو دوه سرتیري ووژل شول

۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعه
https://p.dw.com/p/14V77

ناټو ویلي دي چې د افغانستان په جنوب کې ئې دوه سرتیري وژل شوي دي. د ایتلافي ځواکونو له خوا د جمعې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې یو سرتیری ئې د سړک د غاړې په چاودنه او بل ئې د طالبانو په برید کې وژل شوی دئ. ناټو تل په څیر د وژل شوو سرتیرو هویت نه دئ بربنډ کړی.