1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ناقانونه کیندنو او لرغونو آثارو قاچاق

شعیب تنها شکران | عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

د افغانستان په لوېديځ کې د لرغونو آثارو يو شمېر سوداګر وايي، اوسمهال د تېرو کلونو په پرتله د لرغونو آثارو د پېر او پلور او قاچاق اندازه زیاته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4HRGq
د افغانستان په بامیانو کې د تاریخي ابداتو پاتې شوني
د افغانستان په بامیانو کې د تاریخي ابداتو پاتې شونيانځور: Chapon/Kyodo/picture alliance

د لرغونو اثارو د پلورونکو په وينا، په لرغونو سيمو کې د ناقانونه کيندنو له امله د لرغونو اثارو د پېر او پلور او بهر ته ېې قاچاق ځکه ډیر شوې چې خلګ بیکاره دي او دې کار ته ېې مخه کړي ده.

که څه هم په افغانستان کې د لرغونو آثارو د استخراج او قاچاق په اړه رسمي څېړنه نه ده ترسره شوې، خو د لرغونو اثارو سوداګر وايي، چې د لرغونو آثارو د پلور او قاچاق د ډېرېدو شاهدان دي.

که څه هم ځینې لرغوني ​آثار تاریخي اهمیت نه لري او په قانوني توګه د زینتي اثارو په توګه اخیستل او پلورل کیږي، خو داسې اثار بیا شته چې ډیر تاریخي اهمیت لري او په غیر قانوني توګه اخیستل او پلورل کیږي او یا هم له افغانستان څخه بهر ته قاچاق کیږي.

د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې د لرغونو اثارو یوه پلورونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې تر ټولو زیات استخراج په هغو سیمو کې کېږي چې د طالبانو اړوند کسان پکې اوسېږي: «د بېلګې په توګه د هرات په ګلران ولسوالۍ کې، د شهربند، قشغي او چشمه ټاسک په سیمو کې چې تر ټولو لرغوني ځایونه دي. په هغو سیمو کې  یوشمیر کسان د مجسمو او لوښو د موندلو لپاره کیندنې کوي خو طالبان په دې اړه یادو کسانو ته څه نه وايي.»

اړوند:د بریتانیا موزیم:‌ د افغانستان او عراق لوټ شوي اثار بیرته سپارو

د لرغونو آثارو دغه سوداګر چې د خپل کاروبار له امله په دې اړه معلومات لري، زياته ېې کړه چې د بادغيس، فراه او غور ولايتونو په جوند، قادس، بالامرغاب، تيورې او انار درې ولسواليو کې خپلسرې کیندني رواني دى.

د افغانستان په لويديځ کې د لرغونو آثارو يوه بل پلورونکي هم تاييد کړه چې د طالبانو له راتګ وروسته په لرغونو سیمو کي کیندني او د لرغونو آثارو قاچاق زیات شوې دی چې تر ډیره بریده دا کار د شپې لخوا تر سره کېږي.

د لرغونو آثارو دغه پلورونکي وويل: د لرغونو اثارو ډېرى پېرودونکي پاکستاني او عربي اتباع دي، چې د لرغونو ځايونو نقشې او د ځينو لرغونو آثارو د موندلو وړ فلزي کشف کوونکي وسیلې لري. هغوی خلکو ته پيسې ورکوي، ترڅو کیندني وکړي او توکي پیدا کړي.

دغه د لرغونو توکيو پلورونکی دا ادعا هم کوي، چې قاچاق وړونکي د طالبانو له يو شمېر سيمه ييزو قوماندانانو سره اړيکې لري او هغوى ته د خپلو کارونو په بدل کې ماليه ورکوي.

که څه هم قاچاقبران د لرغونو آثارو له پېر او پلور څخه ډېرې پيسې ترلاسه کوي، خو هغه خلک چې د ارزښتناکه توکیو د موندلو لپاره کیندني تر سره کوي واېې چې د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله ېې دې کار ته مخه کړې.

اړوند:د اقليم بدلون د افغانستان لرغوني اثار ګواښي

د هرات د زنده جان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي چې د لرغونو اثارو په کيندلو بوخت دى، د نوم د نه ښودلو په شرط دویچه ويله ته وويل: «په افغانستان کې ژوند ډېر ستونزمن شوی. د طالبانو له راتګ وروسته بېکاري خپل اوج ته رسېدلې زه مجبور يم چې دغه کار وکړم تر څو وکولاې شم د خپل ژوند لګښتونه په دې توګه پوره کړم. پخوا به خنډونه وه خو اوس طالبان څه نه وايي.»

د بامیانو د بودا ویجاړه شوې برخه
د بامیانو د بودا ویجاړه شوې برخهانځور: Klaus Harten/dpa/picture alliance

خو طالبان د لرغونو آثارو ناقانونه استخراج او قاچاق ردوي

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته وویل: «اسلامي امارت هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې په تاریخي سیمو کې په غیر معیاري او غیر قانوني ډول استخراج وکړي. کشفي او امنیتي ارګانونه به د دې قضیو له عاملینو سره قانوني چلند وکړي. موږ هڅه کوو چې لرغوني ځایونه معلوم او د ساتنې لپاره ېې حل لارې ولټوو.»

هغه خبرداری ورکړ چې طالبان به له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې د لرغونو آثارو په پیر پلور او بهر ته په قاچاق لاس پوري کوي.

باید وویل شي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د موزیمونو نړیوالې شورا  (ICOM)  د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د فرهنګي آثارو د وضعیت او د دغو آثارو د ساتنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د دې ډلې غړو په بامیان کې د بودا د مجسمو شاوخوا کېندنې هم وکړې وې، خو وروسته یې و ویل چې کیندنه یې بنده شوې ده.

افغانستان ډېر لرغوني آثار لري چې تل په ناقانونه توګه استخراج شوي دي فرهنګي فعالانو په وار وار خبرداری ورکړی چې د ناقانونه کیندنو سربیره، ځینې لرغوني آثار او ځایونه د ویجاړیدو په درشل کې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل