1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سړک د غاړې ماینونو ۱۳ تنه ووژل

۱۳۹۴ تیر ۲۱, یکشنبه

د یکشنبې په ورځ په کندز او کاپیسا ولایتونو کې د سړک د غاړې ماینونو لږ تر لږه ۱۳ تنه ملکي وګړي وژلي او ډیر شمیر نور يې ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FxO1
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/J. Karger

د کندز ولایت ویاند سید سرور حسیني، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «چاودنه په کندز ولایت کې د پولیسو د جلب او جذب قوماندانۍ ته نزدې رامنځ ته شوه.»

په کندز کې د عامه روغتیا یو ه چارواکي ویلي دي چې په چاودنه کې دوه تنه پولیس ټپیان شوي او پاتې نور ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو چارواکي تل د دغه شان پیښو پړه پر طالبانو باندې اچوي.

آلماني ځواکونه چې په تیرو کلونو کې په کندز ولایت کې میشت ول، تیر کال له دغه ولایت څخه په بشپړه توګه ووتل او د هغه امنیتي مسوولیت یې پخپله افغانانو ته وسپاره. په تیرو وختونو کې طالب او نورو ډلو پورې تړلو جنګیالیو څو وارې پر کندز باندې بریدونه کړي دي او د دې ولایت د ځینو ولسوالیو د نیولو هڅه یې کړې دي.

په یوې بلې پیښه کې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یوه ماین لس تنه ملکي وګړي وژلي. د کاپیسا ولایت د پولیسو قوماندان جنرال عبدالکریم فایق، د یکشنبې په ورځ وویل جې لس ملکي کسان هغه وخت ووژل شول جې په تګاب ولسوالۍ کی یې موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو. په دغه پیښه کې اووه تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي وو.

طالبان او نورې یاغي ډلې وخت نا وخت د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نښه کولو په موخه د سړک د غاړې بمونه ځای پر ځای کوي خو د دغو بمونو ډیر قربانیان ملکي وګړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب