1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د تقاعد پیسو ستونزه پر پراخېدو ده

۱۳۹۶ دی ۱۸, دوشنبه

په افغانستان کې د تقاعد پیسو تمویل کولای شي په راتلونکو کلونو کې د دې هیواد پر بودجې فشار راوړي. دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس افغانستان د خپلې بودجې ډیره برخه له بهرنیو مرستو تمویلوي.

https://p.dw.com/p/2qV72
Afghanistan - Land und Leute
انځور: dapd

که د تقاعد د پیسو په برخه کې کوم اقدام و نه شي نو په راتلونکو ۱۵ کلونو کې به د افغانستان یو پر دریمه برخه بودجه د تقاعد پیسو پر تمویل باندي ولګیږي.

د افغانستان د مالیې وزارت مرستیال خالد پاینده، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «تر دې مخکې دغه ستونزه له پامه غورځول شوې وه، خو اوس د هرې ورځې په تیریدو سره هغه لویږي. اوس باید دغه ستونزه حل شي.»

ډیر هیوادونه د تقاعد پیسو له کبله له ستونزو سره مخامخ دي، خو په افغانستان کې دغه ستونزه ځکه تر نورو هيوادونو جدي ده، چې بودجه يې په بهرنیو مرستو پوري تړلې ده.

په افغانستان کې هغو دولتي کارکوونکو ته چې۴۰ کاله یې ماموریت کړی وي، د هغوی د وروستي معاش په اندازه تقاعد ورکول کیږي. خو ډیر متقاعدین له دې شکایت کوي چې معاش یې کم او پر وخت نه وي.

په افغانستان کې د تقاعد له پاره یو بیل صندوق نه شته، او پیسې یې په مستقیم ډول د دولت له خزانې څخه ورکول کیږي. په داسې حال کې چې په راتلونکو کلونو کې نزدې ۹۰۰ زره دولتي مامورين تقاعد ته برابر دي، ښايي افغان حکومت يې تر ډیر فشار لاندي راشي.

پاینده په دې اړه وویل: «د دې محاسبه سمه نه ده شوې. دا [د تقاعد پیسې] باثباته نه دي، او په یوه مرحله کې به ستونزه ډیره لویه شي.»

پاینده اوس پر دې کار کوي چې په دې برخه کې اصلاحات راولي او د مصارفو په کمښت او عوایدو په ډېرښت سره یو ډول توازن رامنځ ته کړي. هغه وایي: «دا د یوه بهیر پیل دی او څو کاله وخت به ونیسي.»

Reuters,dpa(M.J/N.Z)