1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د آلماني عسکرو موجوديت په آلمان کې تر شخړه لاندې دی

۱۳۸۷ مهر ۱۶, سه‌شنبه

په راتلونکو اونيو کې د آلمان په پارلمان کې د ايساف قواوو د زياتوالی په اړوند خبرې او تصميم نيول کېږی.

https://p.dw.com/p/FVMh
په افغانستان کی آلماني عسکر
په افغانستان کی آلماني عسکرانځور: AP

خو دلته په آلمان کې ورځ په ورځ په افغانستان کې د آلماني عسکرو په شتون نيوکې کېږی او زيات شمير عام وګړي د دغه شتون په ضد دي.

په کال 2001 د 9 سپتمبر بېښې څخه وروسته آلمان د امريکا سره خپل بی سرحده ملاتړ اعلان کړ.ناتو اعلان وکړ، چې حمله د ناتو په يو غړي هېواد باندې، حمله په ټولو غړيړ هېوادونو معنی لری او ټول بايد عکس العمل وښېي.

همدا و، چې د دايمي آزادۍ عملايات Operation Enduring Freedom,OEF رامنځ ته شول او آلمان هم پکښې د ګډون اعلام وکړ. د دغو عملاياتو لومړی هدف د طالبانو، القاعده له منځه وړل او د ترهګرۍ په ضد جګړه وه.

د بن کنفرانس څخه وروسته، د کرزي حکومت د ساتلو لپاره هم نړيوال ځواکونو د سوله ساتې ځواوکونو International Security Assistence Forces ,ISAF په چوکات کې ولېږل شول.

برلين افغانستان ته د دغو عملاياتو لپاره تر سلو پورې خاص عسکر په لومړيو کلونو کې ولېږل، چې په وروستيو څو کلونو کې بيا نور آلماني عسکرو په دې عملاياتو کې ګډون ونکړ.

په آلمان کې ورځ په ورځ په افغانستان کې د آلماني عسکرو په شتون نيوکې کېږی او زيات شمير عام وګړي د دغه شتون په ضد دي.
په آلمان کې ورځ په ورځ په افغانستان کې د آلماني عسکرو په شتون نيوکې کېږی او زيات شمير عام وګړي د دغه شتون په ضد دي.انځور: (c) Deutscher Bundestag / Achim Melde/Lichtblick

په آلمان کې د دايمي آزادۍ عملاياتو په اړوند ځکه تل خبرې اترې کېږی، چې په دغو عملاياتو کې يوزيات شمير ملکي او بی ګناه خلک وژل شويدي. آو د خلکو لخوا د مرستندويو په سترګه نه، بلکه د جګړه کوونکو په سترګه ورته کټل کېږي.

برلين د ايساف په چوکات کې د خپلو ځواکونو شتون، په افغاسنتان کې د امنيت ساتلو او د بياودانلو لپاره بولی. يوازی له دی لاری کولای شی، د آلمان حکومت د آیساف قواوو شتون په خپلو خلکو باندی خرڅ او ومنی. اوسمهال په افغانستان کې 3500 آلماني عسکر ځای په ځای شويدي. د آلمان ځکومت غواړی، چې د دوی شمير تر 4500 پوری زيات کړی.

خو واقعيت دا دی، چې آلماني عسکر يوازي ښوونځې په افغانستان کې نه جوړړوي. تر اوسه پورې شل عسکر په حملو کې وژل شويدي. او د آلماني عسکرو لپاره خطر لانور هم دير شو، کله چې آلمان سږ کال د جولای په مياشت کې د چتک ځواب Quick Reaction Forces, QRF تر نامه لاندی ضربتي عسکر افغانستان ته ولیږل. د دوی وظيفه به د نورو ايساف عسکرو سره د خطر او ضرورت په وخت کې مرسته وی.