1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې بې روزګاري مخ پر ډیریدو ده

شمس الرحمان ناصر (اسوشیتد پرس)۱۳۹۲ آبان ۴, شنبه

په سلګونو تنه د پلازمېنې کابل او د افغانستان د نورو ښارونو په څلور لارو کې د خپلو کاري وسایلو سره راټولیږي تر څو خپلو بچیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي. خو اکثره يې د ورځې په تیریدو تش لاس خپلو کورونو ته ستنیږي.

https://p.dw.com/p/1A6ZH
انځور: picture-alliance/AP

کله چې یو څوک وغواړي چې د خپلو وړو ساختماني کارونو د ترسره کولو له پاره د پلازمېنې کابل له کومې څلورلارې څخه یو یا څو تنه مزدور کاره له ځان سره بوځي، نو د هغه د موټر شاوخوا ټول دغه راټولیږي او په خپلو کې لانجې کوي. ځکه له دغو مزدور کارو هر یو غواړي چې ماښام خپل کور ته د ستنیدو پر وخت یو څه پیسې له ځان سره یوسي.

د ملګرو ملتونو د کار د نړیوال سازمان د کلني رپوټ پر حواله سره له دې چې په تیرو دولسو کلونو کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په میلیاردونو ډالره مرسته کړې ده، په تیرو دولسو کلونو کې شاوخوا ۱۲ میلیونه کسان، یا په بل عبارت له هرو لسو تنو څخه چې د کار کولو عمر ته رسیدلي وي، ۸ تنه يي په غیرې مسلکې ورځنیو کارونو بوخت دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې ډیری کارونه مؤقتي، موسمي او په ډیر ګمان سره غیر قانوني دي. بزګران او د کوکنارو د کروندو خاوندان هغه کسان دي چې په زرګونو د لنډې مودې کار ځایونه رامنځته کوې، خو د کار مزد تقریبا د افغانستان په هره سیمه کې ټیټ وي. د نړیوال بانک د ارقامو پر اساس هغه افغانان چې لږ وخت یا پوره وخت پر کار باندې بوخت وي، په اوسط ډول ۴۱۰ امریکايي ډالره چې شاوخوا (۲۳۰۰۰) افغانۍ کیږي، کلنی عاید لري.

د پوري وړتوب ژوند

میر افغان چې مزدور کار دی هره ورځ د کار پیدا کولو په موخه د کابل په څلورلارو کې له نورو مزدورانو او کاریګرو سره په کتار کې ولاړ وي. هغه وايي چې ۱۳ ورځې کیږي چې د کار په پیدا کولو نه دی توانیدلی او۱۲۶۰ ډالره چې شاوخوا۷۰۰۰۰ افغانۍ کیږي، پوره وړی دی. میرافغان وايي چې ګاونډیان يې ورسره مرسته کوي او خوراکې توکې په خپل ګاونډ کې له هټیوالو څخه په پور رانیسي. نوموړی زیاتوې چې په دې وروستیو کې یې د خپلو ماشومانو د درملنې له پاره ۵۰۰ افغانۍ له خپل یوه ګاونډي څخه پور کړي دي.


میر افغان د کابل په اطرافو کې په یوه کور کې ژوند کوي. د هغه میرمن چې د خپلو شپږو ماشومانو د خوړو په اړه خبرې کوي نو، په ژړا لاس پورې کوي. هغه خپل کمکی ماشوم په غیږ کې نیسي او په ژړغوني غږ وایي چې نه شي کولای خپلو اولادونو ته د ورځې یو ځل کافي خواړه برابر کړي. هغې د خپلو خبرو په دوام وویل چې داسې ډیر لږ پيښ شوي دي چې د خپلو ماشومانو له پاره یې کله غوښه پخه کړي وي.

د ملګروملتونو د کار نړیوال سازمان د خپل تیر کال په رپوټ کې ویروونکي شمیرې خپرې کړي دي. د دغه رپوټ پر اساس نزدې شاوخوا نیمايي برخه افغانان په کافي اندازه خوړو ته لاس نه لري، ۱۸ سلنه هغه ماشومان چې عمر یې له اتلسو کلونو څخه کم وي، کار کوي او د د ټولو افغانانو ۸۲ سلنه بې سواده دي.

ډیر کسبونه او کارونه په دولتي ادارو کې ثبت شوي نه دي او له دې امله مالیه نه ورکوي. په دې ترتیب د افغانستان حکومت چې د خپلو بنسټونو په داخل کې له اداري فساد سره لاس او گریوان دی په شدت سره نړیوالو مرستو او په تور بازار پورې تړلی دی.

لس کاله وړاندې د ملګروملتونو د کار نړیوال سازمان، خبرداری ورکړی وو چې که د یو مشخص عاید په بدل کې کارموندنه په افغانستان کې د بیارغاونې د پروژو کلیدي عنصر ونه ګرځي ښایي دغه هیواد د یوې اوږدې مودې ثبات ته و نه رسیږي.

خو مرسته کوونکي سازمانونه هغو فعالیتونو ته چې کار ځایونه رامنځ ته کوي، سره لیوالتیا نه درلوده او خصوصي سکتور د مخابراتو په برخه کې د پام وړ پانگونې سره سره، دومره وده نه ده کړې. ډیری افغان شتمن، هڅه کوي چې په نورو هیوادونو کې پانگونه وکړي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ډیری بې روزگاره کسان د کار کولو له وسایلو سره د کار موندنې په انتظار ناست وي
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ډیری بې روزگاره کسان د کار کولو له وسایلو سره د کار موندنې په انتظار ناست ويانځور: DW


د ملګروملتونو د کار د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې اوس ډیری افغانان نه شې کولای یو دایمي کار پيدا کړي، او سربیره پر دې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو د مخه د نړیوالو مرستو په کمیدو سره، مؤقتي کارونه هم کم شوي دي.

د افغانانو لویه ستونزه بې روزگاري ده

په بروکسل کې د کړکیچ د نړیوال سازمان څخه د افغانستان د چارو کارپوه گریم سمت وایي چې په افغانستان کې د بې روزگارۍ ستونزه جدي ده. د هغه په وینا عادي کارگر په شدت سره د بیا رغاونې له کارونو سره تړلي دي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور په ترڅ کې یې رونق پیدا کړی وو. د هغه په وینا ښایي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د دغې بودجې په کمیدو سره دغه فرصتونه کم شي.

د افغانستان د کارگرانو د اتحادیې رئیس معروف قادري وایي چې احتمالا یو مزدور په اوونۍ کې دوه یا درې ورځې کار پیدا کوي. هغوی په اغلب گمان له بانکونو، کورنیو او خپلو دوستانو څخه پوره وړي دي.

میر افغان چې د دې له پاره وتوانیږي خپل پور ورکړي خپل مشر زوی یې له ښوونځي څخه ایستلی دی، چې د قالین جوړولو په یوه کارخانه کې کار وکړي. خو د هغه ۱۹ کلن زوی هڅه کوي چې د شپې له خوا خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.