1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې باید خصوصي سکتور او تجارت تقویه شي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۱, شنبه

د افغان-امریکا سوداګریزې خونې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د پوځي او سیاسي لیږد د بهیر تر څنګ د اقتصادي لیږد بهیر ته هم توجه وکړي. دغه خونه هڅه کوي چې خصوصي سکتور تقویه کړي او په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره کړي.

https://p.dw.com/p/18uOv
انځور: DW/H. Sirat

د دغه سوداګریزې خونې مشر جان ریتر، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون دوویشتمه) په کابل کې یوې خبرې غونډي ته وویل چې په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان تجارت له قراردادونو سره تړلی وو، خو ورسته له دې باید هڅه وشي چې په دې هیواد کې خصوصي سکتور تقویه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزیر انورالحق احدي، په دغه خبري کنفرانس کې د نړیوالو د مالي مرستې له ادامې څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «په تیرو څو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ډیر زیات په مرستو ولاړ وو او که چیرې دغه مرستې په یوه ځل بندې شي، هیڅ څوک دغه هیواد نه شي اداره کولای خو د خدای په فضل دغه مرستې ادامه مومي.»

ښاغلي احدي وویل که چیرې نړیوالې مرستې په تدریجي توګه کمې شي، په هغه صورت کې له اقتصادي لحاظه افغانستان کولای شي په خپلو پښو ودریږي.

د افغانستان د سوداګریزې خونې مرستیال خان جان الکوزي، په دغه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان تجارتي مرکزونه په عصري تکنالوژیو نه دي سنبال او د افغان-امریکا سوداګریزه خونه کولای شي په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

الکوزي زیاته کړه چې د افغانستان او امریکا تر منځ د ګډې سوداګریزې خوني په جوړیدو سره د دواړو هیوادونو تجارتي مناسبات نزدي شوي دي: «موږ ډیرې نزدې اړیکي لرو. له شپږو کلونو څخه زیات وخت کیږي، ډیر هغه جنسونه چې امریکا ته صادریږي له مالیې او محصول څخه معاف دي.»

ښاغلي الکوزي د افغانستان له سیاستوالو څخه وغوښتل چې د اقتصادي لیږد په برخه کې باید جدي پروګرامونه ولري.

د الکوزي په وینا، په اوسني وخت کې سوداګر او پانګوال پر دې نه پوهیږي چې خپله او د سرمایې راتلونکې به یې له څه ډول برخلیک سره مخامخ شي: «په دغو ورځو کې چې زموږ دولتي مامورین او مسوولین کومې خبرې کوي، د پانګوالو له پاره اندیښنې رامنځ ته کوي. پانګوال خپله سرمایه د هیواد څخه اوباسي، د فابریکو خاوندان په دې اړه انديښنه لري چې راتلونکي به یې څرنګه وي.»

د سوداګریزي خونې د مرستیال په وینا که چیرې په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان اقتصادي لاس ته راوړني خوندي وساتل شي، وضعه به خرابه نه شي او خلک کولای شي کار پیدا کړي. د هغه په وینا که چیرې امنیتي وضعه ښه والی و نه مومي، د افغانستان اقتصاد د جدي ننګونو له ګواښ سره مخامخ دی.

د افغان- امریکا سوداګریزې خونې مسوولین په دې باور دي چې په افغانستان کې سوله د اقتصادي ودې او په خصوصي سکتور کې له ښه والي سره اړیکه لري. هغوی پر دې خبره ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ډیره پانګونه کولای شي په دغه هیواد کې د بیوځولۍ مخه ونیسي او په زرونو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي.