1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کی وسله والې نښتې وشوې

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبه

کابل: د تیر رسم ګذشت يا پوځي پريټ په وخت کی د وسله وال بريد نه درۍ ورځې وروسته په کابل کې د امنيتي ځواکونو او بنسټ پالو طالبو جنګياليو تر منځ وسله والې نښتې شويدي.

https://p.dw.com/p/Dr70
انځور: AP

پوليس وايي د ملي امنيت ځواکونه د شپې له خوا په ګذرګاه کې هغه کور ته ورننوتل چې تندلاري پکې پټ شوي وو.دډزو له کبله د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژل شويدي. امنيتي ځواکونه ګومان کوي ، هغه کسان چې ځانونه يي په دغه کور کی پټ کړي وو د يکشنبې د ورځې په وسله والو بريدونو کې شريک دي .د پوځي پريټ په وخت کې په ولسمشر کرزي، د حکومت په ډيرو غړو او بهرنيو ديپلوماتانو ډزې شوې وې، چې څوک پکی ټپي نشول يواځې درۍ ملکي کسان او درۍ بريد کوونکي ووژل شول.