1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي څو تنه داعشيان پخپلو بمونو وژل سوي

۱۳۹۴ اسفند ۲۴, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چي د دغه هیواد په ختيځ کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» تر لسو زيات جنگيالي په خپلو بمونو آلوزول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1ICgV
انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفهانځور: Getty Images/AFP

انترفکس خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي خبرو ورکړی دئ، چي د ننگرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کي د چاودېدونکو موادو د انتقال پرمهال چاودنه کي داعشیانو وژل سوي دي.

دوی ويلي دي چي په دغه چاودنه کي ۱۲ داعشيان وژل سوي او ۲۱ نور ټپيان سوي دي.

تر دې دمخه د ننگرهار ولايت چارواکو ويلي ول چي په اچين ولسوالۍ د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) پرضد درې اونيزو عملیاتو کي تر ۳۰۰ زيات داعشيان وژل سوي دي.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د معلوماتو له مخي د دغه هیواد په ختيځ کي کيدای سي له زرو تر ۳۰۰۰ پوري د داعش جنگيالي موجود وي.

دوی ويلي دي چي داعش تلاښ کوي د ننگرهار ولايت په غرنيو سيمو کي خپله يوه ستره اډه جوړه کړي.

څو ورځي د مخه په افغانستان کي د مېشتو امريکايي ځواکونو يوه وياند وويل چي داعشيانو په افغانستان کي پرمختگ نه دی کړی او په يوه کوچنۍ سيمه کي راټولېدو ته اړ شوي دي.

جنرال ويلسن شوفنر، ويلي ول چي داعش په افغانستان کي ښه نوم نه لري: «داعش په ننگرهار ولایت کي ډېر ویروونکي کارونه کړي دي چي د خلکو په منځ کې ښه نوم نه لري. همدې موضوع په افغانستان کي د هغوی ملاتړ ډیر کم کړی دی.»

خو پر دې ټولو سربیره شوفنر، ویلي دي چي داعش اوس هم په افغانستان کي یو ستراتیژیک گواښ دی.