1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي څوک بې امنيو ته لمن وهي؟

۱۳۸۸ شهریور ۲۴, سه‌شنبه

نه يوازي افغان حکومت، بلکي نړيوال متحدين او د هغوی بې ځايه څرګندوني په افغانستان کي د بې امني سبب ګرځېدلي

https://p.dw.com/p/JhGi
د افغانستان د سياسي چارو کارپوه ښاغلی حبيب الله غمخور
د افغانستان د سياسي چارو کارپوه ښاغلی حبيب الله غمخورانځور: Habibullah Ghamkhor

ددې موضوع په اړه مو د افغانستان د سياسي چارو د کارپوه ښاغلي حبيب الله غمخور نظر پوښتلی

دويچه ويلي: مخکي هم د افغانستان د مرکزي حکومت امرونه په ولاياتو کي نه پلي کيدل ولي په دې کچه نه ول لکه اوس چي دي. ولي تر ټاکنو وروسته دې مسلې نورهم زور اخستی، چي ژوندی مثال يې د بلخ د والي معلم نور نيوکي دي د کورنيو چارو پر وزير باندي. ستاسوپه نظر دولت ولي اوس داسي يو حالت ته ورسيدی چي يو والي يې په بربنډ ډول په يوه پراخه غونډه کي پر دولت سختي نيوکي کوي.

غمخور: لکه تاسو چي اشاره ورته وکړه له بده مرغه د افغانستان د مرکزي دولت کمزورتيا او په اقتصادي او سياسي فساد کي غرقېدل ددې لاميل وګرځېدل او دا اوس نه دی، بلکي دا څو کاله کيږي، چي مرکزي حکومت په ولاياتو او ولسواليو کي حاکيميت نه لري يا د مرکزي چارواکو امرونه په ولاياتو کي د منلو وړ نه دي. ددې يو دليل دادی، چي د مصلحتونو پر بنياد اشخاص پر لوړو چوکيو باندي و ټاکل سول. دا هغه اشخاص ول چي په جنګسالار، توپکسالار او د هيروينو په سوداګرو پوري يې اړيکي درلودلې. دوي د سياسي پوهي او تجربې له مخه نه دی ټاکل سوي. دايو علت دی چي دوی شاته يوه تکيه ګاه احساسوي بناآ مرکزي حکومت ورته ارزښت نه لري. بله خبره داده چي د افغانستان په حکومت کي د چارواکو تر مابينځ د قدرت پر سر سيالي سياسي او حتي کله کله وسلواله نښته ددې لاميل وګرځېدل، چي د افغانستان حکومت يا په واقيعت کي ټول دولت پارچه پارچه دی جزيره جزيره دی دا يو حکومت نه دی. بله خبره دا د اوسني انتخاباتو پر سر لانجې دي چي مخصوصاً د دوو کانديدانو لکه کرزی او عبدالله ترمينځ سيالۍ دې حد ته رسېدلې چي پر يو بل باندي د درغليو تورونو په لګولو غواړي چي افغانستان دوه پړکه کړي.

مخصوصاً دې مسلې ته ډاکټر عبدالله او د هغه طرفداران د ملي جبهې تر نامه لاندي زياته لمن وهي. د معلم عطا څرکندوني نه يوازي د وزير په مقابل کي، بلکي د کرزي په مقابل کي دا د قانون څخه يوه خلاف ورزي ده. عطا محمد نور په هر حالت يو والي دی او دی نه د کورنيو چارو وزير دی نه د افغانستان جمهوررييس دا دواړه د اساسي قانون له مخي دده اميران بلل کيږي.

دويچه ويلي: که ديوې خوا د افغانستان مرکزي حکومت د افغانستان په ډيرو سيمو کي واک نه لري او اوامير يې نه چليږي خو د بلي خوا نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه امريکا هم دې زمينه نه ده برابره کړې چي مرکزي حکومت دغسي کمزوری پاته سي. چي ښه بيلګه يې د اوباما د ځانګړي استازي هولبرک سفر و و بلخ ته، چي تر دې سفر وروسته عطا يو دم راپورته سواو پر مرکزي دولت يې نيوکي پيل کړې.

غمخور: زه دا منم چي بهرني ځواکونه په افغانستان کي هم پوځي شتون لري او هم اقتصادي برلاسی لري. ولي دا مرستي په هيځ حالت دا مانا بايد ونه لري، چي د افغانستان د دولت سياسي استقلال او د افغان ولس و غرور ته صدمه ورسيږي.

پدې وروستيو کي داسي څرګنديږي چي نه یواځي هولبرک، بلکي يو تعداد نور ديپلوماتان هم ، جنرالان او د نړيوالي ټولني استازي هم داسي عملونه داسي ليدني او کتني او داسي څرکندوني کوي، چي په افغانستان کي يې دغه دولتي سولي، هغه ملي سوله خو پريږده چي ټکنۍ ده، بلکي دغه دولتي سولي ته يې هم ټکر رسولی دی او د چارواکو تر مابينځ يې اختلاف نور هم ژور کړی دی، چي نه بايد داسي سوي وای.

د هولبروک له سفر څخه داسي انتظار کيدی چي ګوياهغه به پر عطاباندي داسي فشار واچوي چي هغه د خپلي کمبلي مطابق پښې وغځوي ولي له بده مرغه داسي څرګنده سوه چي تر ليدو وروسته عطا نور هم زمری سو زمری پدې سو چي نور هم ياغي سوی او د دولت په مقابل کي بې مسوليته خبري وکړي. دا دقيقه خبره ده ځکه د افغانستان د خلکو او د سياسي ځېړنکو نيوکه پر نړيوالي ټولني باندي پدې اړخ کي ډيره جده ده او ګوته ورته نيول کيږي. موږ پدې باور و چي دوی ددې لپاره راغلی دي چي په افغانستان کي سوله تامين کړي، ولي له بده مرغه دوی په سر کي ددغسي بې بنياده او ضدي ملي مصلحتونو پر بنياد دولت جوړ کړی او اوس د هغو تر مابينځ ډبري ټکول کيږي او عملاً افغانستان د يوه بل کورني دولتي چارواکو تر منځ جګړې ته ور ټيل وهل کيږي.

مرکه کونکی. زيارمل