1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي پر آلماني عسکرو بيا بريد سوی.

۱۳۸۶ آذر ۵, دوشنبه

په افغانستان کي يو وار بيا پر آلماني پوځي کتار باندي حمله سوې ده.

https://p.dw.com/p/DKGq
پرون د کندزولايت په شمال ختيځ کي د يوې چاودني له امله د Dingo ماډل يو پوځي موټر يو څه زيانمن سوی.
پرون د کندزولايت په شمال ختيځ کي د يوې چاودني له امله د Dingo ماډل يو پوځي موټر يو څه زيانمن سوی.انځور: AP

د آلمان د دفاع وزارت چارواکو نن وويل، پرون د کندزولايت په شمال ختيځ کي د يوې چاودني له امله د Dingo ماډل يو پوځي موټر يو څه زيانمن سوی، چي ځاني زيان نه لري.

داسي کمان کيږي، چي دغه بم به حمله کونکي پخپله جوړکړي وي. د پيښي په اړه څېړني رواني دي . آلمان په روان وخت کي د افغانستان په شمال کي چي تر ټولو ارامه سيمه بلل کيږي شاوخوا 3600 تنه سرتيري يي په فعاليت بوخت دي چي ترډيره حده د بيارغاوني په برخه کي کار کوي. په دې وروستيو کي پر آلماني عسکرو باندي حملې ډيري سوي دي.