1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي مېرني د کومي لاري خپل حقونه تر لاسه کولای سي

۱۳۸۹ خرداد ۲, یکشنبه

نژدې يو کال کيږي، چي 300 تنو افغان مېرمنو د مېرمن د کلتوري بهير بنسټ کښېښود. مېرمني ټينګار کوي چې د دوئ بهير خپلواک دی. ولي سر پرستي يې د ښووني وزارت کوي...

https://p.dw.com/p/NVGb
مبارزي مېرمني
مبارزي مېرمنيانځور: AP

دا لومړی ځل نه دی، چي مېرمني په افغانستان کي په خپلواک ډول سازمان ورکونه کوي: لا په شپيتمو زېږديزو کلونو کي د «مېرمن» په نامه يوه مجله خپرې ده، چې د افغاني ښځو د خپلواکۍ دپاره يې کار کاوه.

د مېرمن د کلتوري بهير يوه د بنسټ اښېدونکو څخه ساهره شريف نه يوازي د پارلمان غړې،بلکي د روزني کارپوه او ددې د پاره کارکوي چي ښځي بايد خپل حقونه وپيژني.

«موږ ددې دپاره چي خپلي کلتوري هڅي په يوه کړۍ کي سره راټولي کو، د مېرمنو دپاره د مېرمنو په واسطه دغه بهير جوړ سو. موږ د دې تر ځنګ چي د خپلو خويندو سره مرسته کو، کولای سو چي د وروڼو تر څنګ په خپلواکه توګه د ښځو ونډه هم په ټولنه کې په ډاګه کړو.»

ټولنه د سمينارونو او معلوماتي غونډو د لاري هڅه کوي، لومړۍ ډيري مېرمني سره را ټولي کړي. په اوونيزو غونډو کي مېرمني خپلي تجربې يو بل ته سره بدلوي، د راتلونکو فعاليتونو په باب سره سلا مشورې کوي او يا په ساده توګه پرسياسي وضعه سره ږغيږي.

مېرمن شريف وړاندي وايي، چي د ډيرو افغاني مېرمنو او نجونو د پاره ستونزمنه ده، چي د کوره ووځي. د کورڅخه د باندې ګواښ ډير دي، په تيره بيا د هيواد په سهيلي ولايتونو کي،چې د نشه يي موادو سوداګري کيږي او د اداري فساد لمبې پورته دي او جګړه ده.

د مېرمن کلتوري بهير تر اوسه دوه کتابونه چاپ کړي دي. يو د شعرونو يوه مجموعه ده او بل د ماشومانو لپاره د کيسو کتاب.

د ټولني بنسټ ايښودونکې ساهره شريف،ټولو مېرمنو ته بلنه ورکوي،هغه که په کورکي دي که د باندي کارکوي تر څو د خپلو حقونو او لياقت لپاره کار وکړي.

د مېرمن کلتوري بهير په ټول هيواد کي خپور سوی دي: د کابل د مرکز تر څنګ نوري برخي په نورو ولايتونو لکه کندهار، خوست، تخار، غزني، بلخ، او وردګو کې هم سته. له 2009 کال راپديخوا د دغه بهير يوه څانګه د جرمني د کيولن په ښار کي هم کار کوي.

برېښنا/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل