1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ستره ستونزه بېکاري ده

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۱, یکشنبه

په افغانستان کي پر دې سربيره چي امنيتي حالت ويجاړدئ او افغان وګړي هره ورڅ د مرګ ژوبلي خبرونه اوري، بيکاري هم يو ستربحران رامنځ ته کړئ دئ.

https://p.dw.com/p/117At
د کابل پر چوکونو ولاړ بېکاره ځوانان
د کابل پر چوکونو ولاړ بېکاره ځوانانانځور: AP

که سړی يوازي ددې هيواد په مرکز کابل ښار په چوکونو کي د کسبه کارانو مزدورکارانو او بيکارانو ډلي وګوري، چي هره ورځ ترټکنده غرمې پوري د کارمندلو انتظار باسي نو ښکاري چي په دغه هيواد کي څومره بېکاري ده.

دغه کسان چي پر چکونو د کار په تمه ناست وي اکثره يې بيرته تش لاس خپلو کورونو ته ستنيږي او د بلي ورځي په انتظار د خپلي کورنۍ سره وږې شپه تيروی.

د کارپوهانو له انده همدغه بيکاري ددې سبب سوې چي امنيت ويجاړ وي او همدغه بېکاران دي چي ځيني يې د دولت د وسله والو ګروپونو سره يوځای کيږي اوځيني بيا په غلا، تښتولو او نورو جنايتونو لاس پوري کوي.

داسي رپوټونه ورکول سوي، چي همدا اوس يوازي د کابل په ښارکي څه دپاسه پنڅه زره کارګران او مزدوران د مزدورۍ د پيداکولو لپاره په ښار کي راټول سوي، چي په سلو کي شلو ته يې ايله کارونه پيداکيږي.

د کارټولنيزو شهيدانو او معلولينو د وزارت معين واصل نورمهمند نور د چوکونو مزدوران غيرمسلکي او غير حرفوي بولي او وايي، چي وزارت يې په ګن شمېرحرفوي موسسو کي د زده کړو له پاره امکانات برابرکړي دي اوددې کارلپاره يوه څانګرې تک لاره سته.

دا مهال په افغانستان کي د ګوتو په شمارفابريکې او توليدي موسسې مات و ګود فعاليت لري چي زياتره يې د برېښنا د نشتوالي، لږوالي اوامنيتي ناخوالو څخه شکايت لري او پانګي اچوني ته زړه نه ښه کوي.

په دې لړکي وړمه ورڅ د الګوزي نړيوال شرکت چي يو افغاني شرکت دی اعلان وکړ،چي غواړي د شپېته ميلونه پانګي په اچولو سره په کابل کي د غيرالکولي مشروباتو يوه ستره کارخانه جوړه کړي، چي شاوخوا اوه زره کارګرانو ته به پکښي د کارکولو امکانات برابرسي.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل