1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د کارگرانو شکايت

رضا شيرمحمدي/ مسعود جهش۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د افغانستان د کارگرانو ملي ټولنه وایي چې د کار صاحبان له کارگرانو څخه ناوړه گټه اخلي او قانونونه نه مني. دغه ټولنه د افغانستان له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي چې د کارگرانو قانون د هغوی په گټه تعدیل کړي.

https://p.dw.com/p/1BrtL
Arbeitslosigkeit in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP

هر کال ډیر شمیر افغان کارگر کار پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم معیوبه کیږي. خو د افغانستان د کارگرو ملي ټولنه او د افغانستان د کار او د ټولنیزو چارو وزارت بیا وایي چې دغو کارگرو د ژوند بیمه او یا هم د بدن د یوه غړی د له لاسه ورکولو بیمه نه ورکول کیږي.

د افغانستان د کارگرو ملي ټولنه یا «امکا» وایي چې د دې هیواد په قانون کې د کارگرو له پاره روغتیایي بیمه په پام کې نیول شوې ده خو ډیر شمیر د کارصاحبان دغه قانون نه عملي کوي. پر دې سربیره دغه ټولنه ټاکل شوې بیمه عادلانه نه بولي.

په همدې حال کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم وایي چې د کار صاحبان باید خپل کارگر بیمه کړي، او د کار پر مهال تر مړیني او یا هم د هغوی د بدن د کوم غړي تر له منځه تلو وروسته هر میاشت پوره معاش ورکړي.

یوازې د کاغذ پر مخ قانون

خداداد عزیزي ۴۵ کلن دی او په بامیان کې د یوه خصوصي شرکت له پاره کار کوي. هغه نه بیمه لري او نه هم د تقاعدۍ معاش: «په افغانستان کې کاري او یا هم روغتیایي بیمه رواج نه لري. په خصوصي شرکتونو او صنعتي فابریکو کې د کارگرو له پاره بیمه نه شته.»

په افغانستان کي ډير کارگر کوچنيان دي
په افغانستان کي ډير کارگر کوچنيان ديانځور: AFP/Getty Images

د امکا مشر معروف قادري، په دې باور دی چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید د کارگرو په گټه د کار په قانون کې بدلون رامنځته کړي. هغه ادعا کوي چې د افغانستان د کار قانونه تر ډیره بریده پورې د کار د صاحبانو د آزاد بازار په گټه جوړ شوی دی. هغه وایي: «موږ کار غواړو، قانون غواړو. موږ په افغانستان کې هم د هغو کاري ساعتونو د منل کیدو غوښتونکي یو چې په نړۍ کې رواج لري. افغان حکومت د کار قانون او ۱۹ کانوینسیونونه منلي دي، موږ د هغوی د پلي کیدو غوښتونکي یو.»

له کارگر څخه ناوړه گټه پورته کول

د افغانستان د کار په قانون کې د هر کارگر له پاره په یوه ورځ کې اته ساعته او په یوه اوونۍ کې ۴۰ ساعته کار په پام کې نیول شوی دی. خو امکا وایي چې ډیر شمیر د کار صاحبان له دې کبله چې پوهیږي کار کم او کارگر ډیر دي، له هغوی څخه په اوونۍ کې ۱۰ ساعته اضافه کار اخلي.

د قادرې په خبره پخپله کارگر هم له قانونه خبر نه دي. خو هغه روښانوی چې د دې ستونزې د له منځه وړلو له پاره یې د کارگرو له له پاره د معلوماتو د ورکولو یو پروگرام پيل کړی دی.

له بلې خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم دا خبره مني چې په ډیرو مواردو کې له کارگرو څخه ناوړه گټه اخيستل کيږي. د دې وزارت ویاند علي افتخاري وايي: «له نیکه مرغه اوس په قانون کې اصلاحات راغلي دي او دې موضوع ته رسیدگي شوې ده. اوس د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دې صلاحیت لري چې له کارگرو څخه ناوړه استفاده کوونکي عدلي ارگانونو ته معرفي کړي.»

د افغان حکومت د شمېرو له مخې افغانستان اوس مهال ۱۰ میلیون د کار د شرایطوو لرونکي وگړي لري چې په ډله کې یې له څلورو میلیونو څخه ډیر بېکاره دي.