1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د پیلوټانو روزنیز مرکز جوړیږي

۱۳۸۹ شهریور ۲۶, جمعه

ټاکل سوېده چې تردرولسیزو داخلي جنګو وروسته د لومړي ځل دپاره د افغانستان په دننه کې پیلوټان وروزل سي

https://p.dw.com/p/PEMZ
انځور: AP

د هوابازومحصلينو دغه مرکز به د هرات د شینډنډ په هوایي ډګر کي جوړیږي.

د هوایې ځواکونو قوماندان جنرال دوران د وینا له مخي چې په دغه مرکز کې به هم پیلوتان روزل کیږي او هم به ورڅخه آزمیښتي الوتني تر سره کیږي.

نوموړی وایې چې اوس د دغه مرکز پر تشکیل کار روان دی او د بیاودانولو چاري یې لا وختي پیل سوي دي.

د نظامې چارو د ماهرینو په وینا چي له ملک څخه د باندي د پیلوټانو په روزلو ډیر لګښت راځي او که چیري هغوی ته په ملک کې دننه روزنه ورکړل سي ،دا به لږ پیسو او کمې مودې ته اړتیا ولري.

جنرال دوران هم ورته خبره کوي او وایې چې د شینډنډ د هوایې روزنیز مرکز په تاسیساتو او د الوتکو د ځغاست لیکي د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی.

جنرال دوران :

(( موږ اوس مهال الوتکي لرو، خو پیلوتان یې نه لرو، او اوس یې له سره روزو، موږ نه سو کولای چې تل تر تله پر خارجيانوتکیه وکړو او خپل هوایې پرسونل د ملک دباندی ورزو، مونږ فکروکړ چې یو روزنیز هوایې مرکز جوړ کړو، او د هوایې ځواکونو د روزلو دغه مرکز به د شینډنډ د لوا په چوکاټ کې کار پر مخ بیایې او اوس یې د تاسیساتو پرجوړولو کار روان دی)).

د هوایې ځواکونو مشر همدا راز تمه وښوده چې تر ۲۰۱۶ کال پوري به د افغانستان هوایې ځواک ۱۴۶ وزره ډول ډول الوتکي ولري او د پرسونل شمیره به یې هم اته زرو تنو ته ورسیږي.

د جنرال دوران د وینا له مخې چي اوس مهال افغان هوایې ځواک د پرمختللو الوتکو خاوند دی چي په دې ورستیو کې له روسیې څخه یو شمیر ګران بیه هليکوپتر رانيول سوي چې ځینې یې را رسیدلي او یو شمیر نوری یې هم پر لاري دي.

جنرال دوران:

(( مونږ ډير ښې روسی هليکوپتر چې د هري یوې بیه یې 17ملیونه امریکایې ډالرو ته رسیږي له روسیې څخه اخیستي چې یو ګروپ یې را رسیدلی او بل به یې هم ډیر ژر مونږ ته وسپارل سي، د دغه ډول 21 وزره نورو هليکوپترو تړون هم سوی چې افغانستان ته به سپارل کیږي، او همدا راز د ایټالیا له الینیا کمپنۍ سره مو د ۲۰ وزره سې ۲۷ ډوله ټرانسپورټي الوتکو تړون هم لاسلیک کړی چې ددغې ډلي شپږ وزره افغان دولت ته سپارل سوي او نور به هم وسپارل سي)).

د افغانستان هوایې ځواک په تیرو څو لسیزو جګړو کې دړس وړي سوی دی .

په دغه لړ کې د ملک یو شمیر هليکوپتر او ترانسپورتي الوتکې د افغان پیلوټانو لخوا ګاونډیو ملکونو ته هم تښتول سوي چي تر اوسه بیا بیرته ملک ته ندي را ستنې سوي.

د دغو الوتکو تعداد ۲۲ ښودل شوي چې ۱۶ یې ازبکستان هیواد او ۶ نوري یې پاکستان ته وړل سويدي .

خو د هوایې ځواک قوماندان جنرال دوران وایي چي اوس نو د دغو الوتکو د فعالیت موده پای ته رسیدلي او په زړو اوسپنو تبديلي سوي چې هیواد ته یې را ستنول بې ګټي کار دی.

ميرويس جلال زی

کتونکی : محمد قاسم نوري