1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د نشه يي موادو د کاروبار شبکې

انترفکس، رييا۱۳۹۴ آذر ۲۷, جمعه

په روسيه کي د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې مشر وايي چي په افغانستان کي ۳۰ زره د نشه يي موادو د کاروبار شبکې او لوی سوداگر فعاليت لري. دوی ويلي چي د دغو موادو ډېره برخه د ترکيې له لاري اروپا ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/1HPUZ
انځور: AP

انترفکس خبري آژانس ليکي چي ويکتور ايوانوف د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۶مه) په مسکو کي ويلي دي چي د روسيې استخباراتي ادارې داسي معلومات لري چي په زرونو قاچاقبران او شبکې له افغانستان څخه هيروين قاچاقوي.

ايوانوف ويلي دي: «په تيرو درو کلونو کي په افغانستان وسله وال زورزياتی درې برابره زيات سوی. پوښتنه دا ده چي افغانستان پر کوم لور روان دئ؟»

هغه زیاته کړه ده: «موږ وينو چي په افغانستان کي جگړه هغه ۳۰ زره شبکې او ستر قاچاقبران پر مخ بیايي چي په دغه هیواد کي د مخدرو موادو کاروبار کوي. دوی خپلي ډلي لري او يو له بل سره جنگيږي.»

په روسيه کي د نشه يي موادو د راکړي ورکړي اداره (ФСКН) له افغانستان څخه د مرکزي اسيا هيوادو له لاري دغه هيواد ته د هيروينو قاچاق اندېښمنه کړې ده.

«د افغانستان هيروين د ترکيې له لاري اروپا ته انتقاليږي»

ويکتور ايوانوف په مسکو کي د لاتين امریکا په انستيتوت کي د خبرو پرمهال ويلي دي چي له افغانستانه د ترکيې له لاري اروپا ته د هيروينو د قاچاق يو پياوړی جريان روان دئ.

د هغه په خبره دغه کاروبار تروريستي ډله «اسلامي دولت» (داعش) کوي، ځکه چي په ترکيه کي يو کيلوگرام هيرون له ۵ څخه تر ۷ زرو ډالرو پوري پلورل کيږي خو په اروپا کي ئې بيا بيه ۳۰ زره ډالره ده.

هغه ويلي دي چي داعش په مستقيمه توگه د هيروينو په کاروبار کي لاس لري. دوی هيروين په يوه بيه رانيسي او په اروپا کي ئې د يوه کيلوگرام بيه ۳۰ زرو ډالرو ته رسيږي. تاسي پوهيږي چي څومره توپير ئې دئ؟

د هغه په خبره له افغانستانه هيروين لومړی عراق بيا ترکيې او له هغه ځايه د بالکان هیوادونو له لاري اروپا ته رسيږي.

په روسيه کي د هيروينو د استعمال ستونزه

د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر مياشت کي د يادي ادارې مشر ويکتور ايوانوف ويلي ول چي په تيرو لسو کلونو کي د هيروينو استعمال نژدې يو ميليون روسان وژلي دي.

د هغه په خبره نژدې ۷،۵ ميليونه روسان کله نا کله نشه يي مواد کاروي، او نژدې ۳ ميليونه هره ورځ دغه کار کوي.

د هغه د معلوماتو له مخي شاوخوا ۱،۵ ميليونه روسان له افغانستانه ور قاچاقېدونکي هيروين استعمالوي. په روسيه کي هرکال د مخدرو موادو د استعمال له کبله تر ۹۰ زرو پوري انسانان مري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب