1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ناټو نوی ماموريت تصويب سو

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۱۲, چهارشنبه

په بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو، په افغانستان کي تر ۲۰۱۴م کال وروسته د نوي روزنيز ماموريت منظوري ورکړه. په دغه ماموريت کي به ۱۲۰۰۰ عسکر برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/1DyVV
انځور: picture-alliance/Dursun Aydemir / Anadolu Agency

د دغي پريکړي له مخي د ناټو غړي هيوادونه کولای سي چي د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ مياشتي له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کي تر ۱۲۰۰۰ عسکرو پوري مېشت کړي.

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د ډسمبر ۲) په بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي پريکړه وسوه چي په افغانستان کي به د افغان امنيتي ځواک روزني او سلا مشورو ته په نوي ماموريت سره دوام ورکړي.

د پلان له مخي به دغه روزنيز ماموريت د ۲۰۱۶ کال تر پايه پوري دوام وکړي او له ۲۰۱۷م کاله به په افغانستان کي هیڅ ډول دباندي عسکر وجود ونه لري.

د نوي ماموريت تر پریکړي وروسته د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ، په بروکسل کي وويل: «په رښتيا سره دا زموږ او افغانستان له پاره ډيره مهمه شېبه ده.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي په دغه غونډه کي ويلي دي چي نه غواړي هيواد ئې د نړيوالي ټولني د اوږو بار وي. هغه ويلي دي: «موږ پريکړې کړې ده چي، خپل سرنوشت په خپل وټاکو او تير وختونه شا ته پريږدو.»

هغه زياته کړې ده، افغانان ډېر ساده شيان غواړي: کوچنيان غواړي د چاودنو له بيري پرته واليبال وکړي، نجوني بايد پوهنتونونو ته ولاړي سي او زړو خلکو ته بايد تقاعد تضمين سي.

په افغانستان کي د ناټو جنگي ماموريت د روان ميلادي کال تر پايه (په څلورو اوونيو) کي پای ته رسيږي او د راتلونکي کال د جنورۍ مياشتي له لومړۍ نېټه څخه به په دغه هيواد کي د ناټو له خوا د افغان امنيتي ځواک روزنيز ماموريت پيل سي.

آلمان هم پتېيلې ده چي په ۸۰۰ عسکرو سره په دغه ماموريت کي پوره ونډه واخلي.

د ۲۰۱۵م کال له پيله د افغانستان ټول امنيتي مسئوليت پخپله افغان امنيتي ځواک پر غاړه اخلي، او ناټو ځواکونه به يوازي مشوره ورکوي. خو يو شمېر پوځي کارپوهان وايي چي افغان امنيتي ځواک د دې جوگه نه دی چي د ټول هيواد امنيتي مسئوليت ته په يوازي سره اوږه ورکړي.

افغان ولسشمر غني په بروکسل کي ويلي دي: «د افغانستان امنیتي ځواکونه چمتو دي چي له خپل وطن څخه دفاع وکړي او اجازه به ور نه کړي چي زموږ له هیواد څخه نړۍ ته خطر پيدا سي.»

په بروکسل کي له غني سره په ليدنه کي د ناټو عمومي منشي ستولتنبرگ، په افغانستان کي وروستيو بريدونو ته په اشارې سره ويلي دي، چي طالبان اوس هم د سترو بريدونو توان لري، خو افغان امنيتي ځواک وړتيا لري چي جواب ئې ووايي.