1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ناټو ماموريت ته يوه کتنه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

په راتلونکې اوونۍ کي به په شيکاگو کي د ناټو په سرمشريزه کي د افغانستان په اړه خبري اتري وسي او د ناټو غړي هیوادونه به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د را ايستلو او په دغه هیواد کې د ثبات ساتلو په اړه بحث وکړيٍ.

https://p.dw.com/p/14vd7
انځور: AP

په افغانستان کې د ناټو کړو وړو ته یوه لنډه کتنه:

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د مياشتي پر ۱۱مه نېټه په القاعدې پوري تړلو ترهگرو د امريکا پر متحده ایالاتو باندي بریدونه وکړل او شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ئې ووژل. یوه میاشت وروسته امریکایي ځواکونه افغانستان ته ورننوتل او په دې هیواد کي ئې د طالبانو رژیم نسکور کړ.

امریکا ځکه د طالبانو د رژیم پر ضد اقدام وکړ چي هغوی د القاعدې شبکې له مشر اسامه بن لادن، څخه ساتنه کوله.

۲۰۰۱ د نومبر ۱۳مه – طالبان د افغانستان له پلازمېني کابل څخه وشړل شول.

۲۰۰۱ د دسمبر ۵مه – په بن کي یوه نړيوال کنفرانس پریکړه وکړه چي په افغانستان کي دي د ولسمشر کرزي په مشرۍ یو انتقالي حکومت جوړ کړي، او په افغانستان کي دي نړیوال ځواکونه میشت شي.

۲۰۰۲ کال د جنورۍپه مياشت کي – د ناټو لومړني ځواکونه افغانستان ته ورسیدل.

۲۰۰۳ کال د اگست پر۱۱مه – ناټو د ایساف مشري پر غاړه واخیسته. دا له اروپا څخه بهر د ناټو لومړي عملیات ول.

د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر کي – ایساف له ملگرو ملتونو څخه اجازه تر لاسه کړه چي ټول افغانستان تر خپل کنترول لاندي راولي. په دې ترڅ کي الماني ځواکونه په کندز کي میشت شول چي له کابل څخه دباندي د ناټو ځواکونو لومړۍ اډه جوړه کړي.

Belgien NATO Treffen in Brüssel Anders Fogh Rasmussen
انځور: AP

د ۲۰۰۶کال د اکتوبر پر ۵مه – ناټو په ټول افغانستان کي خپل عملیات پراخ کړل چي له افغان حکومت سره د سولي په راوستلو کي مرسته وکړي.

د ۲۰۰۹ کال د نومبر په مياشت کي – ناټو د افغان ځواکونو د روزلو عملیات پیل کړل.

د ۲۰۰۹ کال د سيپمبر په مياشت کي – د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، اعلان وکړ چي افغانستان ته به ۳۳۰۰۰ اضافي سرتیري واستوي. له دې سره نو هغه وخت په افغانستان کي د میشتو بهرنیو سرتیرو شمیر ۱۳۵۰۰۰ ته ورسید.

د۲۰۱۰ کال د جولای په مياشت کي – د کابل په نړیوال کنفرانس کي پریکړه وشوه چي د دغه هیواد امنیتي مسئولیتونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د۲۰۱۰ اگست – هالند له افغانستان څخه خپل ځواکونه را وایستل. هالند د ناټو لومړنی هیواد وو چي افغانستان ئې پریښود.

د۲۰۱۰ کال د اکتوبر په مياشت کي – توگا وروستی هیواد و چي له ناټو سره یو ځای شو.

د۲۰۱۰ د نومبر پر ۱۹مه – امریکا او ناټو د لیزبون په غونډه کي اعلان وکړ چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به په افغانستان کي امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري.

Land und Leute in der Provinz Helmand, Afghanistan
انځور: AP

د۲۰۱۱ کال د می پر ۲مه – امریکايي ځواکونو د پاکستان په ایبټ آباد کي د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.

د۲۰۱۱ کال په د می پر ۱۱مه – د افغانستان په شمال کي د الماني ځواکونو قوماندان جنرال مارکوس کنایپ، د ناټو لومړنۍ قوماندان وو چي په افغانستان کي ټپي شو. په دې پېښه کي د افغانستان په شمال کې د افغان پولیسو عمومي قوماندان جنرال داود، ووژل شو.

د۲۰۱۱ کال د جون په مياشت کي – بارک اوباما اعلان وکړ چي له افغانستان څخه به خپل ۳۳۰۰۰ اضافي سرتیري په ۱۵ میاشتو کي راوباسي.

د ۲۰۱۱ جولای – په افغانستان کې د امنیتي مسئولیتونو د لیږد بهیر پیل شو.

د ۲۰۱۱ د سپتمر پر ۱۳مه – یاغیانو په کابل کي د ناټو پر دفتر او د امریکا پر سفارت برید وکړ. دې نښتې ۲۱ ساعته دوام وکړ.

Frankreich setzt Afghanistan-Einsatz nach Anschlag aus
انځور: dapd

د ۲۰۱۱ کال دسپتمبر په مياشت کي – د ۸۴ هیوادونو چارواکي د بن په ښار کې سره راټول شول او له افغانستان څخه ئې د امنیتي مسئولیتونو د لیږد د بهیر تر بشپړیدو وروسته هم خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ پر ۳مه – طالبانو اعلان وکړ چي په قطر کي به یو دفتر پرانیزي چي له امریکا سره د سولي خبري اتري وکړي. دا تر دې وخته پوري د افغانستان د سولي په بهیر کي تر ټولو لوی پرمختگ بلل کیږي. خو طالبانو تر دې اعلان درې میاشتي وروسته له امریکا سره خپلي خبري اتري ودرولې.

د ۲۰۱۲ د می د مياشتي پر ۱۲مه – اوباما په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسید او له افغان ولسمشر سره ئې د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل