1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ملکي وګړو د مرگ ژوبلو شمېر تر بل هر وخت ډير دی

۱۳۸۹ دی ۱, چهارشنبه

په افغانستان کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو د زياتيدو په هکله د ملګرو د وروستي رپوټ څخه لا اونۍ تيره سوې نه ده چي د دغه جګړه ځپلي هيواد له جنوب څخه پرون بيا د يوې نوي پيښي رپوټ ورکړل سو.

https://p.dw.com/p/QiB8
په افغانستان کي د ملکي وګړو په مرګ ژبله کي په سلو کي شل ډيروالی راغلی
په افغانستان کي د ملکي وګړو په مرګ ژبله کي په سلو کي شل ډيروالی راغلیانځور: AP

د چارواکو په خبره د هلمند ولايت د سنګين په ولسوالۍ کي د ناټو او دولت د مخالفينو ترمنځ د نښتو په نتيجه کي 5 تنه ملکي وګړي وژل سوي دي.

د هلمند د والي وياند داود احمدي ويلي دي چي په پيښه کي دوې ښځي او درې ماشومان وژل سوي دي.

د نړيوال امنيتي مرستنديو ځواک آيساف وياند، ډګرمن پاتريک هاينز وويل چي په نوموړي ولسوالۍ کي ددوی سرتيري د ياغيانو له خوا تر بريد لاندي ونيول سول، د نښتي څخه وروسته 5 مړي وموندل سول چي ويل کيږي هغوی ملکي خلک ؤ.

ناتو د دغي پيښي په هکله پلټنه پيل کړې ده. هغه زياته کړه چي ياغيان وخت په وخت د خلکو کورونو څخه په استفادي سره په حملو لاس پوري کوي.

د ملکي وګړو مرګ ژوبلي د افغانستان د حکومت او نړيوالو ځواکونو ترمنځ هر وخت ستونزي پيدا کړي دي.

د هلمند پيښه وروسته له هغي رامنځ ته کيږي چي ملګرو ملتو په خپل يو وروستي رپوټ کي وويل: « په تيرو لسو مياشتو کي د ملکي مرګ ژوبلو شمير په افغانستان کي د تير ميلادي کال په پرتله تر شل سلني پوري لوړ شوي دي.»

په رپوټ کي زياته شوي چي د مرګ ژوبلو درې پر څلورمه برخه د ياغيانو د بريدونو له امله رامنځ ته سوې ده.

د ملګرو ملتو په رپوټ کي چي هر څلور مياشتي د افغانستان د وضعي په هکله خپريږي راغلي دي چي 6215 ملکي وګړي د زور زياتيو د پيښو قربانيان دي.

په رپوټ کي يادونه سوې چي د جنورۍ د مياشتي څخه د اکتوبر تر پايه پوري په ټوليزه توګه 2412 ملکي خلک وژل سوي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون په دغه رپوټ کي ويلي دي: « لاتراوسه د افغانستان ولسي وګړي د جګړو او زور زياتيو قربانيان دي. دغه شمير د 2010 کال د اکتوبر تر پايه پوري شل فيصدو ته لوړ سوی.»

د رپوټ په دوام کي راغلي دي چي ځانمګري بريدونو او په کور کي جوړ سوو بمونو 998 تنه وژلي دي.

رپوټ وايي چي د 742 مرګ ژوبلو ملامتيا د افغان حکومت پلو ځواکونو په غاړه دي.

2010 کال چي وروستي شپي ورځي يې دي د نړيوالو ځواکونو لپآره هم خونړی ؤ. د وروستي رپوټ له مخه، څه د پاسه 700 تنه بهرنيو ځواکونو سږ کال په افغانستان کي خپل ژوند دلاسه ورکړی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل