1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د فدرالي نظام د نظر په وړاندي، غبرگونونه دوام لري

۱۳۹۰ دی ۲۶, دوشنبه

د هغي نظريې په وړاندي د افغانانو توند غبرګونونه زور اخلي چي وايي په افغانستان کي دي فدرالي نظام جوړ سي. په دې لړ کي د افغانستان يوه پخواني ګوند افغان ملت هم غبرګون ښودلی دئ.

https://p.dw.com/p/13k8J
د سودا گرۍ وزير انور الحق احدي
د سودا گرۍ وزير انور الحق احديانځور: DW

د دغه ګوند په سوو غړو او مشرانو په يوه غونډه کي چي په کابل کي جوړه شوې وه هغه ګنګوسې هم بې بنسټه وبللې چي ګويا د يوه جوړ جاړي له مخي به د افغانستان يو شمير جنوبي ولايتونه د حکومت وسله والو ياغيانو ته سپارل کيږي.

څو ورځي دمخه د افغانستان د ځينو ګوندونو مشرانو په برلين کي د افغانستان د لانجې د هوارولو له پاره د فدرالي نظام د راتګ وړانديز کړی وو، په داسي حال کي چي حکومت په دغه غونډه کي برخه نه لرله او وړانديز ئې هم د ټولو افغانانو استازيتوب نه کاوه.

د افغان ملت ګوند مشر او د سوداګرۍ وزير انوار الحق احدي وايي چي په افغانستان کي ډير ټبرونه او د بيلا بيلو مذهبونو پلويانو ژوند کوي او د فدرالي نظام جوړول به ملي جوړښتونو ته سخت تاوان ورسوي.

احدي وويل چي په سيمه کي د دغسي نظام درلودونکو هيوادونو شميره ډيره ټيټه ده ځکه نو گټه به ئې ډيره لږ او افغانانو ته خو بېخي د منلو نه دئ.

«موږ په ټول افغانستان کي د ملي يو والي پلويان يو، او فدرالي نظام د ملک له پاره مناسب نه بولو، موږ په دې پوه يو چي په ځينو ولسواکو هيوادونو کي فدراليزم حاکم دئ خو هلته ئې هم بنسټ قوم نه دئ، او موږ د فدراليزم د اضرارو او مزاياوو پر سر د خبرو مخالف نه يو خو دا بحث بايد د افغانانو تر منځ وي او خارجيان بايد د داسي موضوعاتو له مطرح کولو څخه ډډه وکړي».

په همدې حال کي احدي د سولي د خبرو له پاره په قطر کي طالبانو ته د يوه سياسي دفتر د جوړولو ملاتړ وکړ.

هغه وويل چي د دوی پلويان د نورو افغانانو په څير سولي ته تږي دي او د هر هغه اقدام ملاتړ به وکړي چي په افغانستان کي د څو لسيزو جګړې ته د پای ټکي ايښوولای شي.

نوموړي په هر راز سياسي ډيالوګ کي د روڼ ميکانيزم او افغان مشرتوب غوښتنه وکړه چي په وينا ئې مخالفين هم بايد د وسلې پر ځای سياسي ډيالوګ ته مخه کړي.

انورالحق احدي هغه ګنګوسې هم رد کړې چي ګويا د افغانستان يو شمير سيمي به د سولي په خبرو کي د امتياز په توګه طالبانو ته وسپارل شي.

«دا د افغانستان د حکومت قانوني اوايماني دنده ده چي د هيواد د اداري جوړښتونو دفاع وکړي، دا آوازه چي د سولي په برخه کي به د اتو يا نهو جنوبي ولايتونو واک طالبانو ته سپارل کيږي ردوو. موږ د افغانانو پر ملي يو والي او د مرکزي دولت د واکمنۍ پر پراخيدو باندي ټينګار او ملاتړئې کوو».

خو کارپوهان وايي چي د برلين خبري ددې له پاره نه وې چي گويا په افغانستان کي دي يو فدرالي نظام جوړ سي، بلکي خبره پردې وه چي څنگه کولای سي دغه ډلي د سولي په خبرو کي برخه واخلي تر څو دباندي پاته نه سي.

د کندهار ولايت يو تن اوسيدونکی جان محمد بيا وايي، چي فدرالي نظام په هغه وخت کي په درد خوړل کيږي چي يو قوی مرکزي حکومت موجود وي نه دا چي د مرکزي حکومت په شتون سره ټول ياغيان دي.

«اوس لا ټول ياغيان دي که فدرالي نظام سي خو ولا که بيا د يوه مخ څوک را ورگرځوي. دا په هيڅ صورت کي د افغانانو په گټه نه دئ.»

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل