1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د دوو فرانسوي خبريالانو څرک لا ندی لګېدلی

۱۳۸۹ دی ۷, سه‌شنبه

هغه دوه فرانسوي خبريالان لا هم تري تم دي چي څه باندي يو کال مخکي له افغانستان څخه تښتول سوي دي.

https://p.dw.com/p/QkgR
د فرانسې جمهورريس نيکولا سرکوزي او افغان ولسمشر حامد کرزی
د فرانسې جمهورريس نيکولا سرکوزي او افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

اوس د دغو دوو ژورناليستانو کورنيو خوله پرانيستي او د کابل او پاريس دواړه ملکونو په چارواکو يي نيوکي کړي دي.

هغوی وايي د دغو عزيزانو د خلاصون په برخه کي، د څه نا څه ۴۰۰ ورځو په تيريدو د هيڅ ډول پرمختګ نښي نښانې نه تر سترګو کيږي.

خبريال سټيفن تپوينر او د هغه انځور اخيستونکی ملګری هرف غسکوير چي د فرانسې د ټلويزيون له دريم چينل سره يي کار کاوه د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر د مياشتي پر دريشمه نېټه له دريو افغانانو سره يو ځاي د کابل شمال لوري ته تري تم سول.

راتلونکي پنجشنبه د هغوی د تښتوني پوره يو کال پوره کيږي.

روانه اونۍ د فرانسي د دفاع وزير الين ژوبي کابل ته راغی او له ولسمشر حامد کرزي سره تر ليدو وروسته يې د خبريالانو د خلاصون لپآره د کابل د حکومت د هڅو د ګړندي کيدو بله ژمنه ترلاسه کړه.

له کرزي سره تر کتني وروسته الن ژوپي وويل چي د خبرو په پايله کي هيله لري چي دواړه فرانسوي ژورناليستان به، چي د تير کال د دسمبرپه ۳۱ مه تښتول شوي، ژر خوشي سي.

د دغو دووتښتول سويو فرانسوي خبريالانو کورنيو اوس ويلي چي له دوی سره په تير يوه کال کي په وار وار د هغوی د عزيزانو د خلاصون ژمني سوي خو دوی نه پوهيږي چي لا هم ولي هغوی له سږني کرسمس څخه لري له يرغمل نيونکو سره پاته دي.

د دغو دووتښتول سويو فرانسويانو د کورنيو غړو د فرانسي پر دولت تور لګولی چي د خپلوعزيزانو په اړه ورته تازه معلومات نه سپاري او همدا يوه خبره کوي چي هغوی ژوندي دي او د هغوی روغتيايي حالت ښه دی.

په دقيقه توګه حتي افغانو خبريالانو ته په له کړاونو ډک ملک افغانستان کي کار کول کومه اسانه خبره نده او بهرنيو خبريالانو ته بيا تر هغو هم ستونزمنه ده ځکه چي د هغوی د جامو او څيرې بڼه له افغانانو لوي توپير لري.

له کله راهيسي، چي دغه خبريالان د کاپيسا ولايت له يوې اړوندي سيمي تښتول سوي تښتونکو څو ځله د هغوی ويډيويي لنډ پيغامونه رسنيو ته سپارلي دي.

د فرانسي دريم ټلويزيوني چينل هم د نوامبر مياشتي په نيمايي کي د هغوی يوه ويډيوه خپره کړه چي پکښي يې د خپل روغتيا ډاډ ورکړ خو په خپل حکومت يي غږ کاوه چي د يرغمل نيونکو غوښتني ومني.

تر اوسه پوري په واضح ډول دا هم نده معلومه چي يرغمل نيونکي څوک دي او غوښتني يي څه دي دا ځکه چي د طالبانو يوه ويندوي ذبيح الله مجاهد دويچه ويله ته وويل چي دا ژورناليستان له دوی سره نسته.

د فرانسي دولت سرچينو ويلي ول چي ښايي دغه دوه خبريالان د نوي عيسوي کال په درشل کي را خوشي سي. خو لا هم هغوی بنديان دي.

اوس داسي بريښي چي هغوی د خپلو ملګرو په څنګ کي نه بلکي د تښتونکو په اسارت کي د نوي عيسوي کال د پيل شيبي تيروي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل