1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د بې پيلوټه الوتکوڅخه د معلوماتود اخيستلو امکان

۱۳۸۸ آذر ۲۷, جمعه

يوه ورځ وروسته تر هغه چې پنتاگون ومنله، عراقي پاڅون کونکو له يو ارزانه سافتوېر يا کمپيوتري پروگرام څخه کار اخيستی، تر څو د متحده آيالتونو له بې پيلوټه الوتکو څخه معلومات لاسته وروړي

https://p.dw.com/p/L7yE
انځور: AP

يو نوی رپوټ چې نن خپور شوی دی، وايي چې جگپوړو پوځي چارواکو دغه خطر په 2004 کال کې رد کړی و. د پنج شنبې په ورځ پوځي چارواکو هڅه کوله چې امنيتي اندېښنې جدي ونه بولي، وروسته تر هغه چې د «وال ستريت ژورنال» له دې حقيقت څخه پرده پورته کړه چې پاڅون کونکو په عراق او افغانستان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو او ځمکنيو هډو تر منځ آزادې رابطې ته اړوند سره ورکړی و. د دفاعي چارو يو تن چارواکي چې د خپل نوم له اخيستلو څخه يې ډډه کوله، خبريالانو ته وويل چې «دا يوه ډېره زړه موضوع ده.« زياته يې کړه چې دغې موضوع ته «تدابير نيول شوي دي«، خو د نورو جزياتو له ورکولو څخه يې بيا هم ډډه کوله. خو د جمعې په ورځ نوموړې ورځپاڼې خبر ورکړ چې پنتاگون دغې موضوع ته يوازې سږ کال حللارې ولټولې، سره له دې چې دغه وېره لا په 2004 کال کې موجوده وه چې روسيه او يا چين به لاسوهنه وکړي او د بې پيلوټه الوتکو په انځوريزو معلوماتو کې به تغييرات راولي. ورځپاڼه د دوو تنو چارواکو په استناد کاږي چې دغه نظريه حاکمه وه چې پاڅون کونکي به له موجوده نيمگړتياو څخه گټه وانه خيستلای شي. جگپوړو چارواکو اندېښنې بې ځايه بللې او مخنيوی نه کېدهء تر هغه وخته پورې چې د الوتکو لخوا راټول شوي انځورونه او معلومات د يو نيول شوي عراقي پاڅون کونکي په لاپتاپ يا گرځنده کمپيوتر کې وموندل شول. چارواکو د پنج شنبې په ورځ تاييد کړې ده چې د ايران لخوا ملاتړ کېدونکو شعيه پاڅون کونکو په عراق کې داسې کمپيوتري پروگرامونه کارولي لکه «سکاي گرېبر» چې په انترنېټ کې په څه کم 26 ډالرو پلورل کيږي تر څو د بې پيلوټه الوتکو لخوا په ژوندۍ بڼه خپاره شوي انځورونه ونيسي. ځينې حساس ويديويي انځورونه په پر له پسې توگه محرم وو. دا خبره يوهء بل چارواکي د AFP اژانس ته وکړه چې نه يې غوښتل نوم يې افشا شي. خو د محرم شويو ارقامو اندازه لا څرگنده شوې نه ده. سره له دې چې چارواکي وايي دغه ستونزه حل شوې ده، خو د پوځي تکنالوژۍ يو ويبلاگ په انترنېټ کې راپور ورکوي چې د نورو امريکايي الوتکو ويدويي خپرونې هم د لاسوهنې وړ دي، که په دغو الوتکو کې پيلواټان وي او که هغه بې پيلوټه وي. رپوټ له يو احتمالي ضعيف ټکي څخه پرده پورته کوي، په داسې حال کې د متحده آيالتونو پوځ په زياتېدونکې کچه له بې پيلوټه الوتکو او په ژوندۍ بڼه د خپرونکو آسانتياوو څخه کار اخلي. دغه معلومات او انځورونه هم په افغانستان اوعراق کې د پوځي عملياتو او هم په پاکستان کې د القاعدې د څېرو په تعقيب کې ستر رول لوبوي. پنتاگون نور وسلوال او ناوسلوال څارالوتکې افغانستان ته لېږي تر څو د امريکايي ځواکونو له ډېرښت څخه ملاتړ وکي. د متحده آيالتونو د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې کښلي چې دوی «په پر له پسې توگه څېړنې کوي او هڅه کوي چې د درون سيستمونو سمونه وکړي.«

پوځ په افغانستان کې هم ورته لاسوهنې ليدلې دي. دغه تکنالوژي کېدای شي په نورو ځايونو کې هم وکارول شي، چيري چې امريکايان بې پيلوټه الوتکې استعمالوي، لکه يمن او سوماليا. دغه خبرې په ورځپاڼه کې راغلې دي. ډگر جنرال ديويد دېپتوله، چې د هوايي ځواک د څارنې، اسختباراتو او اطلاعاتو د څانگې مرستيال مشر دی، خبريالانو ته وويل چې په افغانستان کې به ځينې بې پيلوټه الوتکې ډېر ژر په يو نوي ډول عصري کمرې سمبالې شي. دا په داسې حال کې ده چې د پنج شنبې په ورځ د امنيتي چارواکو په وينا د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په دوو جلا توغندوي بريدونو کې لږ تر لږه څوارلس تنه پاڅون کونکي د پاکستان په شمال لويديځ کې وژل شوي دي.

AFPE/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري