1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د بيان آزادي ورځ تر بلي تر پښو لاندي کيږي

۱۳۸۷ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

د بې سرحده خبريالانو ټولني په افغانستان کي د بيان د آزادۍ پر رواني وضعي باندي په يوه خپاره کړې څېړنيز رپوټ کي اندېښنه ښوولې...

https://p.dw.com/p/HEAc
د بې سرحده خبريالانو د ټولني نښان
د بې سرحده خبريالانو د ټولني نښان

د دوشنبې په ورځ په برلين کي د بې سرحده خبريالانو د ټولني لخوا په يوه خپاره سوي راپور کي راغلي، چي په افغانستان کي د روان ميلادي کال د آګست په میاشت کي د ولسمشرۍ ټاکني پلان سوي اوددې خطر سته چي په دغه هیوادکي پر ژورناليستانو باندي فشارونه لاپسي ډير سي.

د بې سرحده خبریالانو ټولني،چي په افغانستان کي په تيرو اوو کلونوکي دچاپي او خبري رسنيو د پراختياوو په هکله يوه څېړنه کړې، کښلي چي په تيره بياپه څو وروستيواونيو کي دبيان او د مطبوعاتو آزاديو ته چي دبشري بنيادي حقونو څخه شمېرل کيږي، په افغانستان کي پاملرنه نه کيږي.

څېړنه د يو مثال په توګه دمارچ په مياشت کي په کندهار کي د افغان خبريال جاويد احمد د وژل کېدو څخه یادونه کوي . نو موړي دکاناډا دمطبوعاتو سره کار کاوه . دغه ډول يادونه کوي چي د فبرورۍ په مياشت کي « دپيمان » په نامه ديوې ورځپاڼي دنشراتو بندیدل چي د محافظه کارانو او ددولتي با نفوذومامورينو دفشارونو له امله دا کار سوی یا داچي افغان خبريال پرويز کامبخش په یوه جزيي فقره کي په 20 کالو بندمحکوميږي، ټول ددې حقيقت د ثبوت له پاره بيلګي دي چي په افغانستان کي د بیان د آزادۍ په لار کي خنډونه مخ پر ډيريدودي.

د بې پولي خبريالانو سازمان ROG په افغانستان کي دولسمشرۍ دپلان سوو ټاکنو او پر خبريالانو باندي د فشارونو د ډيريدو ترمنځ يو مستقيم تړاو ويني.

په افغانستان کي د خپلواکو ژوزناليستانو د دفاع د ټولني مشر رحيم الله سمندر
په افغانستان کي د خپلواکو ژوزناليستانو د دفاع د ټولني مشر رحيم الله سمندرانځور: DW/ Ratbil Shamel

په افغانستان کي د خپلواکو ژوناليستانود دفاع دټولني مشر رحيم الله سمندر په دې نظر دی چي د تيرو ټاکنو په پرتله به په دغه ټاکنوکي مطبوعات ډير رول ولري نو له همدې کبله له هره پلوه دا راز کوښښونه او هلي ځلي رواني دي چي خبريالان يا ژورناليستان تطميع سي يا پر هغوی باندي داسي فشارونه راسي چي حقايق بر ملانه کړي.

داچي په افغانستان کي کومي ډلي دي چي د مطبوعاتو آزادي نسي زغملای سمندر وايي چي بيلابيلي ډلي دي. لکه پخواني غيري قانوني وسله والي ډلي. دوی يا دطالبانو سره تړلي کسان دي يا دپخوانۍ جهادي ډلو سره يا ددولت ستر مامورين يا سيمه ايز چارواکي او داسي نور.

دغه ټولي ډلي دمطبوعاتو د آزادۍ په لار کي خنډونه اچوي او کله چي خبريالان غواړي د مطبوعاتو له لاري حقايق برملا کړي دوی يې مخه نيسي. هغه که دقاچاقو په برخه کي وي يا دبډي اخيستلو يا اختلاص په برخه کي.

که څه هم اوه کال کيږي چي په افغانستان کي د بيان آزادي د قانون له مخه سته خو خبره داده چي د حکومت او د اجرايه چاري مسولين ددغه نافذه قوانينود اجرا کولو مسوليت په غاړه نه اخلي.

د خبريالانو ټولنه/ ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل