1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د امریکايي فلم پر ضد مظاهرې دوام لري

۱۳۹۱ شهریور ۲۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16BUR

د هغه امریکايي فلم پر ضد چي اسلام ته پکښې سپکاوی سوی دئ، د چارشنبې په ورځ هم خلک سړکونو ته راووتل. عیني شاهدان وايي، چي په جلال آباد کي په زرونو مظاهره کوونکو د کابل - جلال آباد لویه لار بنده کړې وه. په دغو مظاهرو کي زیاتره محصلینو برخه اخیستې وه. هغوی د امریکا پر ضد شعارونه ورکول. په تېرو څو ورځو کي دغه فلم چي پکښي حضرت محمد (ص) ته سپکاوی سوی دئ، په اسلامي نړۍ کي سختي غوسې راوپارولې. تر اوسه پوري د مظاهرو او احتجاجونو په ترڅ کي نزدې۳۰ تنه وژل سوي دي. تر ټولو خونړی برید د کابل هوايي میدان ته نزدې تر سره سو چي۱۲ تنه انسانانو پکښې خپل ژوند له لاسه ورکړ.