1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د امريکايي ځواک اوږد حضور شونی دی

ape۱۳۹۳ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

د امریکا د دفاع وزارت له پاره د اوباما نوي کانديد اشتون کارتر، ویلي دي چې که په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شي نو هلته به د امریکایي عسکرو د وتلو اوسني پلان بدل کړي او عسکر به تر ۲۰۱۶م کال وروسته هلته پريږدي.

https://p.dw.com/p/1EUmG
انځور: picture-alliance/AP/Carolyn Kaster

د ولسمشر بارک اوباما د اوسني پلان له مخي به ټول امریکایي عسکر د ۲۰۱۶م کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي خو سنا ته په خپله استول شوې بیانیه کې اشتون کارتر، چې د ولسشر اوباما له خوا د امریکا د نوي دفاع وزیر په توگه نومول شوی دی ویلي دي چې که په افغانستان کې وضعیت خراب شي نو امریکایي عسکر به تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم په دغه هيواد کي پريږدي.

اشتون په خپله بیانیه کې د هغي پوښتني په جواب کې، چې ایا د اړتیا په صورت کې له افغانستان څخه د وتلو په اوسني پلان کې د بدلون راوستلو سپارښت وکړي، که نه؟ مثبت جواب ويلی دی.

هغه دغه راز ویلي دي چې له هغو رپوټونو خبر دی چې وایي «اسلامي دولت» غواړي خپل فعالیتونه افغانستان ته وغځوي.

دغه امریکایي پوځي ټینگار کړی دی چې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو له متحدینو سره به یوځای کار وکړي، څو پر دې خبره باندي ځان ډاډه کړې چې دغه ترهگره ډله په افغانستان کې د فعالیت کولو چانس ونه لري.

د کارتر دغه څرگندونې په هغه سند کې راغلي دي، چې هغه د امریکا متحدو ایالاتو د سنا د امنیتي کمیټې پوښتني پکې ځواب کړې دي. دغه سند د اسوشیتد پرس خبري آژانس لاس ته رسیدلی دی.

دغه څرگندونې په داسې حال کې کیږي چې یو شمیر افغانان اندیښنه لري چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د دې هیواد امنیتي ځواک د ثبات په ټینگښت کې پاته راشي.

د سنا د امنیتي کمیټې مشر جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین، تل له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نیټې پر مشخصه کولو باندي نيوکه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې امریکایي قوماندانو هم ویلي دي چې غوره گڼي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه مشخصه نه وي. دغه پوځیان استدلال کوي چې د یوې نیټې مشخصول د یاغیانو مورال پياوړی کوي.

پلان شوې ده چې د امریکا د سنا امنیتي کمیټه به د چهارشنبې په ورځ غونډه وکړې، څو د کارتر د کانديدۍ په اړه وغږیږي. تمه کیږي چې د هغه کانديدي به د سنا له خوا ومنل شي.

سنا له کارتر څخه د روسیې، چین، شمالي کوریا، یمن، عراق او سوریې په اړه هم پوښتني کړي دي. کارتر ویلي دي چې د هغو هڅو ملاتړ کوي چې له مخي یې سني ملشې او عراقي پوځ ته وسلې ورکول کیږي، څو د اسلامي دولت ډلي پر ضد وجنگیږي.

کارتر ویلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو پوځ اوس هم کولای شي چې یوه سیمه ییز پوځ ته ماتې ورکړي، له یو بل پوځ سره جگړه وکړي او په عین حال کې په ځو ځایونو کې د ترهگرۍ پر ضد عملیات وکړي.

کارتر ويلي دي چې د اسلامي دولت او القاعدې ډلې تر منځ سیالي، د امریکا متحدو ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو له پاره ستونزې رامنځ ته کولای شي. هغه زیاته کړې ده چې دغه دوې ډلي د جهادي گروپونو د ملاتړ د راجلبولو په موخه په لویدیځو هیوادونو کې بریدونه کولای شي.