1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د ډېرښت غوښتنه

۱۳۹۵ اسفند ۲۰, جمعه

د امريکا يوه ستر پوځي قوماندان په افغانستان کي له وسله والو طالبانو سره د جگړې له پاره د لا زياتو امريکايي ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه کړې ده. اوس شاوخوا ۸۴۰۰ امريايي پوځيان په افغانستان کي مېشته دي.

https://p.dw.com/p/2Yw4N
US-General Joseph Votel
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Y. Bogu

د امريکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووتل، د پنجشنبې په ورځ د دغه هيواد د سنا مجلس د دفاع کمېټې ته ويلي دي چي په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو او مشورو ماموريت د اغېزمنتيا له پاره نور عسکر اړين دي.

دغه جنرال اوس په افغانستان کي د جگړې پر يوې نوي ستراتيژۍ کار کوي.

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د ډېرښت موضوع به په پوځي برخه کي د امريکا د نوي جمهوررئيس دونالد ترمپ لومړۍ مهمه پريکړه وي.

ترمپ د خپل انتخاباتي کمپاين پرمهال زړه نا زړه منلې وه چي امريکايي ځواکونه به په افغانستان کي پاته سي. د هغه سلف بارک اوباما بيا له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د راايستلو خبره کړې وه. خو د خراب امنيتي وضعيت په سبب ئې و نه سوای کولای چي خپله طرحه عملي کړي.

ووتل، د سنا مجلس د دفاع کمېټې ته وويل چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د ډېرښت پر غوښتني باندي اوس د امريکا پوځي چارواکي او دفاع وزير جیمز ماتيس، بحث کوي.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسون، د روان کال په فبروري مياشت غوښتنه کړې وه چي په افغانستان کي د نړيوال ماموريت له پاره هغه په زرونو نورو عسکرو ته اړتيا لري.

په افغانستان کي همدا اوس د ناټو ماموريت په چوکاټ کي شاوخوا ۱۳۳۰۰ عسکر ځای پر ځای دي چي نيمايي ئي امريکايي ځواکونه دي. ناټو په افغانستان کي له وسله والو طالبانو او نورو ياغيانو سره په جگړه د افغان امنيتي ځواک ملاتړ کوي.

په ټوله ايزه توگه همدا اوس په افغانستان کي ۸۴۰۰ امريکايي ځواکونه مېشته دي چي په دې ډله کي هغه ځانگړي ځواکونه هم دي چي د ناټو له ماموريت څخه جلا يوازي په افغانستان کي د ترويستي شبکې القاعدې او ترهگري ډلي داعش پرضد جنگيږي.