1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموريت پر سر د سياسي ګوندونو ترمنځ بحث

۱۳۸۸ تیر ۸, دوشنبه

په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموريت د پراخولو پر سر له تصميم څخه مخکي د هغه په پارلمان کي يو شمير ګوندونو په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموريت د پاي ته رسولو د يوي ستراتيژي لپاره غوښتنه کړي ده...

https://p.dw.com/p/IdTv
د آلمان ډيری پوځيان د افغانستان په شمالي سيمو کي په ماموريت بوخت دي
د آلمان ډيری پوځيان د افغانستان په شمالي سيمو کي په ماموريت بوخت ديانځور: picture-alliance/ dpa

د مسيحي سوسيال ګوند، CSU، پارلماني وياند، Peter Ramsauer آلماني ورحپاني بيلد ام زونتګ ته وويل: « آلماني سرتيري نور بايد يوه ورځ هم په افغانستان کي پاتي نه شي،مګر دا چي ډيره ديره سخته ورته اړتيا وي»

Ramsauer وويل چي له افغانستان د آلمان د پوځ د وتلو لپاره يوه ستراتیژي جوړه شي. هغه د دغي ستراتيژي په هکله وويل: «څرګند معيارونه بايد وټاکل شي چي څه وخت دغه مأموريت سرته رسيدلي وګڼل شي تر څو قدم په قدم پاي ته ورسول شي». هغه زياته کړه: «په دي اړه له کوزفو څخه زمونږ د پوځونو د وتلو پلان يوه ښه نمونه وګرځي».

د Grünenيا د شنو د ګوند پارلماني مشر،Hans-Christian Strِbeleهم د دغه ماموييت د ژر تر ژره ختمولو لپاره غږ پورته کړ: «مونږ د دي پر ځاي چي د جګړي څخه سترګي پټی کړو يا د دي پر ځاي چي د ځغم درلودلو شعارونه ورکوو، غوره ده چي د وتلو په ستراټيژي وغږيو، هغه څه ته چي مونږ اړتيا لرو.» د شنو د ګوند نوموړي سياستوال دغه خبره یوی بلی آلماني ورځپاڼي،"sonntaz" ته ياده کړه. هغه يادونه وکړه: « مونږ بايد اجازه ور نه کړو چي ډير زيات انتظار وباسو چي بالاخره بيا ډير کلونه وروسته له يوي بي ګټي فرسايشي جګړي څخه راووځو.»

خو د آلمان د ستر ايتلافي حکومت لوړ پوړي استازي د دغه مأموريت تر شا ولاړ دي. د آلمان د دفاع وزير، فرانس يوزف يونګ، چي د مسيحي ديموکرات د ګوند، CDU غړي دي، „Super IIIu“ ته وويل: « د دغه مأموريت موخه دا ده چي افغانان هغه يو پړاو ته ورسيږي چي وتوانيږي د خپل ځان امنيت خپله وساتي.».

همدا راز په ايتلافي حکومت کي د سوسيال ديموکرات د ګوند پارلماني مشر، پيتر شتروک هم د افغانستان له مأموريت څخه ملاتړ وکړ او وويل: « زه هيڅ دليل نه وينم چي له دي مأموريت څخه لاس واخلو، دا غوره نه ده چي سړي ووايي، هله.... ه د پاسه ديرش آلماني عسکر ووژل شول، بايد خپل سر تيري وباسو» . شتروک په دي نظر دي چي ښايي دغه مأموريت ډير اوږد شي د هغه د خپلي خبري له مخي ښايي د آلماني عسکرو تر وتلو پوري« لس کاله نور هم ووځي».

په افغانستان کي د آلمان د پوځي مأموريت په هکله د سياسي ګوندونو تر منځ دغه بحث وروسته له هغي تند شو، چي تيره اوني دري آلماني سرتيري له ياغيانو سره په نښتو کي ووژل شول.

د يوي آلماني مجلي د معلوماتو له مخي، د آلمان د پوځ مشري اوس په افغانستان کي د ډيرو هجومي اقداماتو د اجازي لپاره غوښتنه کوي.

د Focus نومي مجلي د رپوټ له مخي، عمومي پلټونکي، Wolfgang Schneiderhan په پوځي شورا کي ويلي دي: « سرتيري بايد د ياغيانو پر ضد په فعاله توګه عمل وکړي ترڅو په خپل لاس د مرګ دام ته ونه ولويږي». په اوسني وخت کی آلماني عسکرو ته يواځي دومره اجازه شته د ځان د دفاع لپاره يا په يو بيړني حالت کي وسلي ته لاس وروړي.

د پنجشنبي په ورځ د نوموړي هيواد پارلمان په دي هکله پريکړه کوي چي آيا د آلمان پوځ د AWACS نومو کشافي الوتکو په پلان شوي مأموريت کي برخه واخلي که نه. د آلمان حکومت غوښتنه کړي چي تر ۳۰۰ پوري آلماني سر تيري په نوموړي ماموريت کي ګډون وکړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل