1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي به د ولسي وګړو وژل کېدل تر کومه وخته جاري وي؟

۱۳۸۸ اسفند ۴, سه‌شنبه

په هيواد کي د بهرنيو ځواکونو د هوايي حملو په ترځ کي د ولسي وګړو د وژل کيدو په اړه د ولسي جرګې د استازي کبير رنجبر سره مرکه...

https://p.dw.com/p/M99k
په ولسي جرګه کي د خلکو استازی کبير رنجبر
په ولسي جرګه کي د خلکو استازی کبير رنجبرانځور: DW

دويچه ويلي: تاسي هم پوهيږي چي وخت په وخت د افغانستان په روانه جګړه کي په مختلفو شکلونو سره د ولسي وګړو د مرګ ژبلو په اړه زړه بوږنونکي خبرونه خپريږي، د تيري یکشنبې په ورځ په دايکونډي کي، يوه اونۍ مخکي په کندهار او هلمند کي تيره مياشت په کنړ کي او داسي نورو سيمو کي دغسي خبرونه اورو. او داهم بيا اورو چي حکومت يا د نړيوالو ځواکونو له خوا يو هيات ټاکل شوي ترڅو د پيښي پلټنه وکړي. لکه چي اوس د دايکوندي د پيښي په هکله ټاکل شوی دی. د بشري حقونو د انديښنو د څرګندونو سره سره، د عمل په ډګر کي بياهم وينو د جګړي ډ يري قربانيان ولسي وګړي دي...تاسي د ولسي جرګی د يو غړي په توګه په دي کي څه وايي چي ولي دغي لړی ته خاتمه نه ورکوله کيږي؟

رنجبر: اصلا په ولسي جرګه کي ځانګړي بحثونه وشول، او د ولسي جرګي په اجنداء کي دا شامل شوي موضوع وه، هرکله چي د نړيوالو ځواکونو د حملو په نتيجه کي ولسي خلکو ته مرګ ژوبلی اوښتي دي، لکه چي اوس په دایکوندی کی شوی، نو ولسي جرګي پر اړوندی موضوع او پيښی باندی بحث کړي ترڅو هغه لاری چاري باید وموندلي شي، چي داسي پيښي په آينده کي بيا تکرار نه شي. خو اوس په عمل کي ګورو چي دا « تکراريري، تکراريږي او بیا هم تکراريږي»، او دا لړي خاتمه نه پيدا کوي، ولسي مشر هم په وار وار سره دا چيغه پورته کړي ده ، دا موضوع يي جدي مطرح کړي ده، مګر ګټه نه لري. ځکه هغه همغږي چي د بهرنيو قواوو او زمونږ د ملي دفاع وزارت او ملي پوليسو تر منځ بايد وي، وجود نه لري.

دويچه ويلي: دا خبری صيحح دي چي په ولسي جرګه کي به داسي خبري شوي وي او تاسي به يي غوښتنه کړي وي، خو آیا ولسي جرګي په دي موده کي د نړيوالو ځواکونو کوم لوړ پوړي پوځي چارواکي او يا قوماندان هم احضار کړی نه دی چی د کنړ په موضوع کي يا د کندهار په موضوع کي او اوس د دايکندي په موضوع کی تر پوښتنه وکړي ؟

رنجبر: ستاسو خبره بلکل صحيح ده، چي دغه کار په دي کچه نه دي شوي چي بايد شوی واي. خو زمونږ د څارنی کميسيون څو ځلي د آيساف له قوماندانانو سره اړيکي ونيولي، هغوي مو را وغوښتل، هغوي سره کښيناستو، هغوي هر ځلي تعهد کړي چي په آينده کي به داسي يوه څه بيا تکرار نه شي، لکه چي جنرال ستنلي ميک کريستل دا خبره اوس کوي چي د ولسي وګړو د مرګ ژبولو مخه به ونيوله شي او په آينده کي به تکرار نه شي. تر کومه ځايه چي معلومه شوي ده دوي هم نه غواړي چي ملکي تلفات پيښ شي، دوي هم نه غواړي چي دا کار وشي. د ولسي د جرګي د غړي په توګه زه دومره ويلاي شم چي مونږ خپله دنده تر سره کړي، اړيکي مو نيولي ، له هغو سره خبري اتري شوي دی.

د خارجي قوتونو د شتون د قانون مسوده ما شخصا جوړه کړي او چمتو کړي ده، له حکومت څخه غوښتنه شوي چي په دي برخه کی اجراآت وکړي، ولس مشر هم وعده کړي وه چي د حکومت له خوا هم دغسي يوه مسوده ولسي جرګي ته وړاندي کيږي، تر څو هغه تصويب کړي ترڅو د هغه له مخي حد اقل زمونږ او د متحدينو تر منځ يو نړيوال تعهد رامنځ ته شي.

دويچه ويلي: د يکشنبي په ورځ کله چي په دايکندي کي داسي پيښه وشوه، په رپوټونو کي داسي وويل شول چي چا نړيوالو ځواکونو ته معلومات ورکړ په يو يا څو نقليه وسيلو کي ياغيان يا اورپکي سپاره دي، د حوايي حملې لپاره يواځي دغسي معلوماتو کافي دي ؟

رنجبر: دا لومړي ځل نه دي! دوي پر ودو ببماري کړي دي، دوي پر جرګو ببماري کړي دي! او هغه هم د غلطو معلومانو پر بنا باندي. دلته هم دغسي يو کار شوي دي. ما مخکي له دي هم عرض وکړ تر هغه پوري چي يوقانون تصويب نه شي چي دوي مکلف کړي ترڅو هرعمل چي کوي بايد د افغان له لوري موافقت تر لاسه کړي، غير له دي دوي بايد حق ونه لري چي پر پوځي عمل لاس پوري کړي.

دويچه ويلي: کله چي حکومت او نړیوال ځواکونه د ولسي وګړو په خوندي ساتنه کي پاتي راځي، تاسي د ولسي جرګي د استازي په توګه خپلو خلکو ته څه مشوره ورکوي چي دوي خپل ځان څرنګه وساتي.

رنجبر: فکر نه کوم چي مونږ به دوي داسي مشوره ورکړو چي دوي ته ووايو چي دوي دی د نړيوالو ځواکونو په مقابل کي قيام وکړي، مونږ نه پوهيږو چي دوي څرنګه ځان وساتي، وسله واخلي او که کوم بل کار وکړي دا يو ډیره سخته مشوره ده. خو زه وايم چي دا د حکومت دنده چي خپل خلک ، خپل ولس وساتي، هغوي دا حق لري چي د قانون تر سيوري لاندی د يو سوليز ژوند څخه برخه من وي، خپلي کورنی ته ډوډي پيدا کړي، د خپل ملک په آبادي کي ونډه واخلي. بيا وايم چي دا د دولت کار دي چي د د دوي امنیت خوندي وساتي. د ولسي جرګي د غړو په توګه زمونږ دنده دا ده چي په دولت باندي فشار راوړو، حکومت باندي فشار راوړو چي د خپل اتباعو د ژوند ساتنه وکړي. او د داسي پيښو د تکرار مخه ونيسي. په حقيقت کي ولس ته مونږ څه ويلاي نه شو! دوي ته يواځي دومره ويلاي شو چي دوي يو بل ته د اتحاد لاس ورکړي ترڅو هغو «بنيادګرو او ډلو ټپلو» ته چي د هغوی د فعاليتونو په نتيجه کي دغسي عمليات سرته رسيږي، بيا د هغوی بچيو او د هغوی کورنيو ته تاوان رسيږي، ځای ور نه کړی.

دويچه ويلي: د افغاسنتان په ولسي جرګه کي د امنيت جرګه ګي شته ، د دفاع جرګه ګي شته، کله چي حکومت او نړيوال ځواکونه يو پلان جوړوي ايا د دي جرګه ګي کوم غړي په دي پلان کي برخه اخلي ؟

رنجبر: زما معلومات دا دي چی : په خواشيني سره باید ووايم چي د اجراييه قوي او د مقننه قوي تر منځ دغسي يوه همکاري او همغږي نه شته. په عمومي توګه په نورو برخو کي هم زمونږ همدغه ستونزه ده. په داسي حال کي چي مونږ د بحران په حالت کي يو ، د جنګ په حالت کي یو، بايد د حکومت د ټولو اجراييه ارګانونو او د مقنني تر منځ همکاري واي، همغږي موجوده واي، خو په ډيري خواشنيي سره بايد ووايم چي دغه مسأله هم تر اوسه نه ده حل شوي. که څه هم زه د اجراييه قوي په چارو کي د مقننه قوي د مستقيمي مداخلي مخالف يم، د مختلفو قواوو ترمنځ د توپير کرښه په حقيقت کی يو ديموکراتيک نظام جوړوي، مګر د دولت پر اجرايي ارګاونو باندي څارنه او نظارت د مقننه قوي، د پارلمان واک دي او دنده يي ده. خو تر اوسه پوري دغه واک او نظارت ډيره کم رنګه او ضعيف دي.

مرکه کونکی/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل