1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي بنسټيزه ستونزه طالبان نه بلکي ضعيفه اداره ده

۱۳۸۸ مهر ۱, چهارشنبه

اداري فساد، د مخدرو توکو سوداګري، ضعيفه اداره په افغانستان کې بنسټيزې ستونزې دومره ډير طالبانو نه دي رامنځته کړي څومره چي په اصطلاح ناوړه حکومتي اويا لږ ښې حکومتي لارښودنې رامنځته کړي دي،چي ځوانه ډيموکراسي ناتوانه کوي.

https://p.dw.com/p/Jn1M
نوې اداره اساسي قانون ته تر ژمني وروسته د دوعا پر مهال
نوې اداره اساسي قانون ته تر ژمني وروسته د دوعا پر مهالانځور: AP

په دې توګه ډيرو افغانانو د ادارې په وړاندې باور بالکل له لاسه ورکړی. د آلمان د بن د ښار د پوهنتون د پرمختيايي څيړنو له مرکز څخه ډاکټر کونراد شيتر په دې نظر دی چې دا د ديموکرتيک کولو په پروسه کې د برأت وړ نه دی. د افغانستان په اړه دغه کارپوه هغو ستونزو ته هم اشاره کوی چې د پرمختيايی سياست مفکوره Good Governance يا ښه حکومت له ځانه سره راوړې ده:

« په ډاډه ډول سړی کولای شی ووايی چې، افغانستان د Bad Governance ناوړه حکومت يو روښانه مثال دی، دلته زه په احتياط اصطلاحوې په کار وړم - ټول هغه شيان چې په لويديځ کې ښه عملی کيدای شی، بايد په نورو هيوادونو کې هم ښه عملی شی يا کار ورکړی. له دې ځايه د Good Governance خيال هغه غښتلې هڅه ده چې، د لويديځ ارزښتونه او لويديځ جوړښت نورو هيوادونو ته وليږدوی - يا لږ تر لږه يې کچه معلومه کړی - او دا تل ستونزمنه ده.»

د آلمان د پرمختيايی سياست له انستيتوت څخه ډاکټر يورګ ګريوينګهولتDr. Jörg Grävingholt بيا دا حتمی نه بولی. دغه سياست پوه په منځنۍ آسيا کې د سياسی سيستم د تحول يا بدلون په څيړنه بوخت دی. دﺉ وايی چې د Bad Govermance پيژندنه د يوې ځانګړې ټولنې په منل شوو قانونی ارزښتونو پورې نه دی تړلی. په يوه حکومت کې مشخص ناوړه اړيکي، د ټولو خلکو لپاره په يوه قانونی سيستم کې يوشان د زغم وړ نه دی - پرته له دې چې د دوی کلتوری بنسټ او جرړې په پام کې ونيول شی:

« اداری فساد داسې يو شی دی چې په لسهاوو او سلهاوو کلونه يوه ټولنه ورباندې اخته وی. خو څه شی چې معنا نه لری، دادی چې د ادارې فساد پايلې په ډيره ساده توګه د خلکو لخوا منل کيږی. او بيا تر هغه چې سړی ورنه ګټه اخلی قبلوی يې. او چې بيا سړی وينی نور هم ترې ګټه اخلی، او د ټولنې يوه برخه ترې ورانيږی نو بيا جرأت نه لرل يا جرأت نه کول زياتيږی.»

افغانستان هم همداسې: د Transperency International د غيردولتی سازمان د څرګندونو له مخې، د هندوکش په لمن کې پروت دغه هيواد، د هغه د اوسيدونکو له ليده د نړی د اداری فساد پنځم هيواد دی. کونراد شيتر وايي چې په وزارتونو، په ادارو او يا په پوليسو کې: اداری فساد او خويشخوری په پای کې د حکومت ناسمه رهبری ده. دغه کارپوه وايی چې دا ستونزې د افغانی ټولنې په جرړو کې نښتې دی:

«يو مثال ته پام وکړﺉ. که يو څوک وزير شی، نو ټوله کورنۍ يی د وزارت په وره کې ورته ولاړه ده چې څوکۍ ورته ورکړی، دا د دې معنا ورکوی چې دلته داسې جوړښت دی چې تر ډیرې وړې کچې پورې هم رسيږی.»

په دې ډول په افغانستان کې د قانونی دولت، ديموکراسۍ او د يوه ښه حکومت په وړاندې د شخصی اړيکو اقتصاد او قومی جوړښت پروت دی. چې بيا جوړونه يې حوصله او وخت غواړی.

Riedel, Melanie/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل