1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان دي د بهرنيو ځواکونو په شمېر کي لږ والی نه راځي.

۱۳۸۶ مهر ۲۴, سه‌شنبه

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تام کونيکس ددې گواښ کړی چي بايد په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو په شميرکي کموالي رانسي.

https://p.dw.com/p/DK8G
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تام کونيکس
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تام کونيکسانځور: dpa - Bildfunk
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د ټولني خاص استازي پرون ددې ټولني د امنيت شورا په وړاندي په وينا کي ويلي دي چي په افغانستان کي د زورزياتي د ورځ په ورځ زياتيد و او له دې امله چي پخپله د افغانستان امنيتي ځواکونه ډ ير ضعيف او رشوت خوره دي نو بايد ناټو له دې څخه ځان وژغوری چي په دې هيواد کي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په شمېر کي کموالي رانسي.
تام کونيکس وايي موږ بايد دا حقيقت ومنو چي په افغانستان کي نړيوال سوله ساتونکي ځواکونه د مقاومت کونکو په وړاندي د افغانستان د حکومت پياوړي او ستر مدافع بلل کيږي.